لنډ خبرونه په انځورونو کې
سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د ډیر شمیر سرتیرو پاتې کیدو خبر تایید کړ
سپینی ماڼې اوس د آلمان خبري اژانس ته د دی خبر پخلی کړی چی ولسمشر اوباما به نن په افغانستان د خپلو سرتیرو د حضور د دوام په هکله یو اعلان وکړي. له دې مخکې د یوه امریکايي چارواکي له خوا وویل شول، ولسمشر بارک اوباما غواړي چې وروسته له ۲۰۱۶ کال څخه هم یو زیات شمیر سرتیری په افغانستان کې پریږدي.
د آلمان پارلمان د پناه وړنکو یوه نوی قانون تصویب کړ
د آلمان فدرالي شورا یا «بوندستگ» له یو څرگند اکثریت سره د پناه غوښتنی او مهاجرو د حقوقو په اړه یو نوی قانون تصویب کړي. په دغه قانون کې یو لړ نورو مسایلو سربیره، البانیا، کوزوو او مونتینگرو د مصوونو هیوادونو په توگه گڼل شوي. دغه راز په دی قانون کې د پناه غوښتنې د پروسی د گړندی کول او د پناه غوښتونکو لپاره د نغدو پیسو پر ځای خوراکي او د ژوند نور اړین توکي ورکول کیږی.
د متحده ایالانو د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر کوي
د اسرائیلو او فلسطیننیانو ترمنځ د شخړو د لمن پراخیدو ته په کتو سره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کیری دير ژر منځني ختیځ ته سفر کوي. د بهرنیوچارو د وزارت ویاند، وویل چې کیري به په راتلونکو نژدې ورځو کې دغه سفر پیل کړي.
امریکا او روسیه په سوریه کې د هوايي حملو په هکله توافق ته رسیږي
ویل شوي دي چې امریکا متحده ایالات او روسیه به ډير ژر په سوریه کې د هوايي حملو لپاره یو هوکړه لیک بشپړ کړي. په دې هکله د پنتټاگونله خوا یو رپوت خپور شوی دی. د تیرې اونۍ په پای کې د سوریی په هوايي قلمرو کې د روسیی او امریکا جنگي الوتکې په یو خطر لرونکي وضعیت کې یو بل سره مخامخې شوي.
متحده ایالات د بوکوحرام پرضد د جگړۍ لپاره کامرون ته سرتیری لیږي
امریکا متحده ایالات د بوکو حرام پر ضد د جگړې لپاره کامرون ته ۳۰۰ سرتیري استوي. د کانگرس په وړاندی د متحده ایالاتو ولسمشر، بارک اوباما وویل چې متحده ایالاتو د تیرې دوشنبی په ورځ د مرکزی افریقا جمهوریت ته چې د نایجریا په گاونډیتوب کې پروت دی ۹۰ سرتیري واستول.