لنډ خبرونه له متن او نځور سره
په ننگرهار کې د ملکيانو ډله ایز قبر موندل شوی
د افغان چاروکو په حواله په ننگرهار کې د هغو نهو ملکيانو ډله ایز قبر موندل شوی چې د تيرکال په پيل کې د وسله والو له خوا تښتول شوي ول. د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند وويل چې دغه جسدونه په اچين ولسوالۍ کې موندل شوي دي. دغه کسان تير کال تښتول شوي ول خو تر اوسه پوري يې د برخليک په اړه معلومات موجود نه ول. مومند زياته کړه چې که څه هم داعش تر اوسه د دې تښتونو مسوليت نه دی منلی خو ښايي په وژنه کي يې لاس وي.
افغان ځواکونو د طالبانو له زندانه ملکيان آزاد کړي
افغان چارواکو ويلي دي چې په لغمان کې يې د ځانگړو ځواکونو د عملياتو پر وخت د طالبانو له زندانه ۳۰ تنه ملکيان آزاد کړي دي. د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک وويل چې دغه کسان له حکومت سره د همکارۍ له کبله له کابو يوه کال راهيسې بنديان ول. خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه رپوټ رد کړی او ويلي یې دي چې دوی په سيمه کې هیڅ داسې کوم زندان نه لري.
د سوریې کردان له اسد ځواکونو سره په شريکه د ترکیې د نفوذ مخه نيول غواړي
د کردانو ولس ساتونکې ملېشې او د ولسمشر بشارالاسد پوځ ظاهراً د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځ پر ضد سره متحده شوي دي. د سوریې د شمال د کردانو د خپلواکمنۍ ادارې يوه مشارو ويلي دي چې حکومتي ځواکونه به د عفرين په سرحدي پوستو کې ځای پر ځای شي. ده زياته کړه چې په دوو ورځو کې به د اسد ځواکونو هلته انتقال شي. د عفرين کردانو تر دې دمخه د اسد له پوځ څخه د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
په کيف کې د ولسمشر پر ضد مظاهرې
د اوکراين په پلازمينه کيف کې د اپوزيسيون د سياستوال ميشايل سکاشويلي د اخراج پر ضد د هغه په زرونه پلويان سړکونو ته راوتلي ول. دوی له سکاشويلي سره د يووالي او د ولسمشر پيترو پورو شينکو د استعفاء غوښتنه کوله. د مظاهرو غږ د گورجستان پخواني ولسمشر سکاشويلي کړی وو. نوموړی چې څلور کاله پخوا اوکراین ته تللی وو، د پوروشيکو له ائتلافي شريک څخه د هغه په يوه سرسخت مخالف اوښتی دی.
داغستان: يوه کس د کليسا مخې ته پنځه ښځې وژلي
د روسیې د جنوب په نيمه جمهوريت داغستان کې يوه سړي د ارتودوکس عيسويانو د يوې کليسا مخې ته پنځه ښځې وژلي دي. بريد گر د کيزلير په نوم د دغه کوچني ښار کليسا ته پر راغلو کسانو هغه وخت د ښکاري ټوپک ډزي وکړې چې هغوی له کليسا څخه د وتلو په حال کې وې. د رپوټونو په حواله بريد گر په دې ترڅ کې د «الله اکبر» نعرې وهلې. داعش ډلي په ټولنیزو رسنیو کې د بريد پړه منلې ده خو په دې اړه يې کوم شواهد نه دي وړاندي کړي.
اندونيزيا: يو اورغورځونکې غر ويښ شوی
په اندونيزيا کې له کلونو راهيسې فعال د سينابونگ په نوم اور غورځونکی غر يو وار بيا ويښ شوی دی. د طبيعې ناورينونو د حفاظت ملي ادارې يوه وياند ويلي دي چې له غره څخه ډير دود پورته کيږي. همدا راز د سوماترا ټاپو له دغه ۲۴۶۰ متره لوړ غره څخه گازونه هم راوتلي دي. سينابونگ غر له ۲۰۱۳م کال راهيسې څو واري راويښ شوی. د غره په شا او خوا کې په زرونه انسانان مجبور دي له خپلو کورونو څخه ووځي