لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ او مهم خبرونه له انځورونو سره
ايران وايي له سعودي سره شخړه نه غواړو
د ايران جمهوررئيس حسن روحاني ويلي چې هېواد یې له سعودي عربستان سره هیڅ ډول ترنگلتيا نه غواړي. نوموړي په عين وخت کې دا خبرداری هم ورکړ چې سعودي عربستان بايد خبري تر دې ونه رسوي. روحاني وويل: «که چيرې سعوديان فکر کوي چې امريکايان او اسرائيل یې ملگري دي او ايران یې دوست نه دی نو دوی يوه ستره ستراتيژيکه غلطي کوي.» ده وويل چې ايران د سيمې له ټولو هيوادونو سره په سوله، ورورگلوۍ او دوستۍ کې ژوند غواړي.
په آلمان کې هر پنځم تن د بې وزلۍ له گواښ سره مخ دی
په آلمان کې هر پنځم تن د بې وزلۍ او ټولنیز تجريد له گواښ سره مخامخ دی. د آلمان د فدرالي احصايي ادارې ويلي چې په ۲۰۱۶م کال کې ۱۶ ميليونه وگړي اغيزمن ول. بې وزلي او ټولنیز تجريد هغه کسان گواښي چې مياشتنی عايد یې کم وي او په داسې يوه کورنۍ کې ژوند کوي چې ډيري وگړي یې روزگار نه لري. په آلمان کې يو تن هغه وخت بې وزله گڼل کيږي چې د مياشتنی منځنی عايد تر ۶۰ سلنه کم عايد ولري.
دونالد ترمپ د اسيا د خپل سفر په ترڅ کې چين ته رسیدلی
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د اسيا د خپل سفر په ترڅ کې چين ته رسيدلی دی. ترمپ به د چين په خپل لومړي سفر کې له ولسمشر شي جين پینگ سره غير رسمي خبرې وکړي او بيا د چين له ځينو سيلاني سيمو څخه ليدنه وکړي. د خبرو اترو مهمې موضوگانې به د شمالي کوريا اتومي پروگرام او د سوداگرۍ د توازن او د چين بازار ته د محدود لاس رسي د لانجو پر سر خبرې وي.
په ايتهوپيا کې يو آلمانی لادرکه شوی
په اېتهوپيا يا حبشه کې يو آلمانی ساينس پوه لادرکه شوی دی. د «Thüringer Allgemeine» په نامه ورځپاڼې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت او د وايمر د باو هاوس پوهنتون په حواله خبر ورکړی چې د دغه پروفيسر چې ديرک دونات نوميږي، له يوې مياشتې راهيسې لادرکه دی. د رپوت په حواله نوموړی له ۲۰۰۸ م کال راهيسې په ايتهوپيا کې ژوند کاوه. دونات د باو د اديس آبابا په پوهنتون کې د مهندسې د انستيتوت استاد دی.
ګواتېمالا: د پارلمان يو غړی د ژورناليستانو په وژنه تورن شوی
د گواتېمالا يوې محکمې د پارلمان د يوه غړي يوليو خوارس حقوقي مصئونيت لغو کړی دی. د رسنيو په حواله پر خوارس په ۲۰۱۵م کال کې د دوو ژورناليستانو د وژلو تور لگول شوی دی. هغه مهال په يوه بريد کې د «پرنسا ليبره» په نوم ورځپانې خبريال دانيلو لوپس او د تلويزيون خبريال ماروين تنچس وژل شوي ول. د پلټنو په حواله ښايي دغه ژورناليستان د خوارس په غوښتنه وژل شوي ځکه هغوی د نوموړي د مالېې د غلا په اړه رپوټ کړی وو.
«د سوريې ځواکونو د داعش وروستی سنگر محاصره کړی»
د فرانسې خبري آژانس په حواله د سوریې حکومت پلوه رسنيو ويلي چې حکومتي ځواکونو او متحدينو یې د البوکمال ښار چې د داعش وروستی سنگر بلل کيږي، کلابند کړی دی. «المنار» تلویزيوني شبکې خبر وکړی چې حکومتي ځواکونه د عراق پولې ته څيرمه پراته دغه ښار ته د داخليدو په حال کې دي. البوکمال هغه وورستی ښار دی چې دغه ډله په سوریې او عراق کې په خپله ولکه کې لري. دا خبر تراوسه د خپلواکو سرچينو له خوا نه دی تائيد شوی.