لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
فعالان: د سوریې په القريتين ښار کې داعش تر سلو زيات ملکيان وژلي
د فعالانو په حواله افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش د سوریې د القريتين ښار څخه تر شړل کيدو د مخه تر ۱۰۰ زيات ملکيان وژلي دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې مشر رامي عبدالرحمان وويل چې تندلارو په شلو ورځو کې کابو ۱۱۶ هغه ملکيان وژلي چې دوی ورباندې د حکومتي ځواکونو سره د همکارۍ شک کاوه. نوموړي وويل دا کار د غچ اخيستنې په موخه شوی دی. ويل شوي چې ملکيان په ډزو ويشتل شوي او يا په چړو وهل شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر کابل ته تللی
د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلرسن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې د امريکا د نوې تگلارې په هلکه خبري کړي. تیلرسن خبريالانو ته ويلي چې په ملاقات کې اجرائيه ريئس عبدالله عبدالله هم برخه اخيستې وه. ده وويل: «واضح ده چې موږ به د طالبانو او نورو پر ضد خپله جگړه جاري وساتو څو دوی پوه شي چې هيڅکله نه شي کولای پوځي بريا ترلاسه کړي.»
د آلمان ځيني ايالتونه د افغان مهاجرو د اخراج مخالف دي
د آلمان په دوو هغو ايالتونو کي چې په حکومت کي يې زرغون گوند ونډه لري، افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دي. دا خبره د «Rheinischen Post» ورځپاڼې د هغو نظر پوښتنو له مخه کړې چې د ايالاتونو د کورنيو چارو په وزارتونو کې شوې ده. د دې د مخې د تورنگن ایالت چې سوسيال ديموکرات او زرغون گوند پکښې حکومت کوي، تر اوسه افغانان نه دي اخراج کړي او په راتلونکي کې هم داسې کوم پلان نه لري.
مالیزيا: ځمکې ښويدو ۱۱ تنه وژلي
د مالیزيا په شمال لويديځ کې د يوې ودانۍ د جوړولو پر مهال د ځمکې ښويدو له کبله ۱۱ انسانان وژل شوي دي. سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې وژل شوي د بنگله ديش، مالیزيا، اندونیزيا، پاکستان او ميانمار وکړي دي. د شنبې په ورځ هغه ټوټه ځمکه وښويده چې پرې د ۴۹ پوړيزې ودانۍ د جوړولو چارې روانې وې. د رسنيو د رپوټونو په حواله په ژوندي پاته شويو پسې لټه روانه ده خو داسې اټکل کيږي چې د مړو شمير به نور هم لوړ شي.
د عراق په شمال کې نښتو د ۳۰ تنو ژوند اخيستی
د عراق په شمال کې د عراقي ځواکونو او کردي جنگيالو ترمنځ د نښتو له کبله په يوه اوونۍ کې تر۳۰ زيات انسانان وژل شوي دي. د عراق جنگي ځواکونو له خوا ويل شوي چې د التون کوپري پر سر نښتو کې دوه عراقي عسکر وژل شوي دي. کردي اړخ هم تيره اوونۍ د ۲۶ کسانو د وژل کېدو او ۶۷ ټپيانو خبر ورکړی وو.
اروپايي ټولنې له روهينگيا سره مرستي۳۰ ميليونه يورو ورکړي
اروپايي ټولنې له روهينگيا مهاجرو سره د نورو۳۰ ميليونو يورو مرستې ژمنه کړې. د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کميسار کرستوس ستيلياندس په ژنيو کې د روهينگيا له پاره د بسپنه ورکونکو هيوادونو په کانفرانس کې وويل: «موږ دوی ته د هيلي ورکولو اخلاقي مکلفيت لرو.» اروپايي ټولنې تر اوسه له روهينگيا مهاجرو سره ۲۱ ميليون يورو مرسته کړې ده. ملگري ملتونه د شپږو مياشتو له پاره کابو ۴۳۴ میليونه ډالرو ته اړتيا لري.
د ايټاليا شمالي سيمي هم د خپلواکۍ غوښتنه کوي
د ايټاليا په دوو شمالي سيمو لامباردي او وينيتين کې د ټولپوښتنې پر وخت اکثريت د روم له مرکزي حکومت څخه د خپلواکۍ له پاره رای ورکړې ده. د لومړيو نتايجو پر اساس د دواړو سيمو تر ۹۵ سلنه زياتو رای ورکونکو د لا زيات واک غوښتنه کړې. خو دا ټولپوښتنه الزامي نه ده. دغه دوې ډيري شتمنې سيمې چې د ايټاليا د اقتصادي ځواک يو پر دريمه برخه ده، په اصل کې غواړي چې روم ته لږ پيسې ورکړي.