1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لرغونپوهانو په اسرائيلو کې د برونز د دورې «نيويارک» موندلی

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

د تل ابيب شمال لوري ته موندل شوی ۵۰۰۰ کاله زوړ ښار دې ته اشاره کوي چې د ښارونو پرمختللې طرحه ریزي د لا ډېر پخوا څخه په نظر کې نيول کيدله. د اسرائيلو د لرغونو آثارو چارواکي دا ښار «د برونز دورې، نيويارک» بولي.

https://p.dw.com/p/3QpF3
Israel | Ausgrabung | Riesige antike Stadt gefunden
انځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

د اسرائيلو د لرغونو آثارو چارواکو د يکشنبې (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۶ نيټه) په ورځ اعلان وکړ چې د تل ابيب په شمال کې یې يو ۵۰۰۰ کلن ښار موندلی دی. زياته شوې چې دا تر اوسه په سيمه کې موندل شوې د برونز عصر تر ټولو ستره ښاري سيمه ده او ښايي په دې اړه نظرونه بدل کړي چې کله د ښارونو په پرمختللې بڼه طرحه ریزي کول پيل شول.

دغه چارواکو د فيسبوک له لارې ويلي چې دا ښار هارش ښارگوټي ته څېرمه چې د تل ابیب شمالي لوري ته په ۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی، په ان انسور کې د کيندنو پر مهال موندل شوی دی.

لرغونپوهان دا ښار «نړيوال او پلان شوی» بللی دی. زیاته شوې ده: «د ښار مسافه ۶۵ هيکتاره وه او کابو۶۰۰۰ انسانان پکښې اوسيدل چې ښايي د هغه دورې له پاره د پام وړ شميره ده.«

د قديمو آثارو ادارې په اعلاميه کې زياته شوې: «دا د برونز د دورې «نيويارک» دی.

لرغونی ښار جوړونه

د اوسيدانې سيمې او عامه ځايونه، کوڅې او جادې او امنيتي ديوالونه، دا هر څه د کيندنې په دې ځای کې موندل شوي دي. همدا راز يو غير عادي معبد او د حيواناتو سوځيدلي هډوکي چې ښايي قرباني شوي وي، د مجسمو ټوټې، لوښي، اوزار او نور توکي موندل شوي دي.

Israel | Ausgrabung | Riesige antike Stadt gefunden
په دغه ښار کې د حيواناتو کوچنۍ نمونې هم موندل شوي دیانځور: picture-alliance/newscom/D. Hill

لرغونپوهانو ويلي چې د ښار اوسيدنکو ښايي د کرهڼې او د نورو سيمو او سلطنتونو سره له تجارته ژوند کاوه.  

د برونز د دورې په دې زاړه ښار کې داسې آثار هم موندل شوي چې آن ۷۰۰۰ کاله زاړه دي.

د څېړونکو په حواله د ۵۰۰۰ کلن ښار توکي ښاري پلان ته اشاره کوي. هغوی زياتوي چې د يوه دومره ستر ښار جوړيدل پرته له يوه «مخکښ او اداري ميکانيزمه» امکان نه لري.

زياته شوې چې دا موندنه به په دې اړه د نويو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د شام په جنوبي سيمو يعني د اسرائيلو او فلسطنيانو په نننۍ سيمه او همدا راز د اردن او سوریې په ځينو برخو کې ښاري ژوند کله پېل شوی وو.

BS/NZ (KNA, AP)

زموږ له آرشيف څخه: