لخضر براهیمي تیره ورځ دمشق ته رسیدلای دئ
۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبهاعلان
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی لخضر براهیمي، تیره ورځ دمشق ته رسیدلی دئ چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره خبرې اترې تر سره کړي. داسې اټکل کیږي چې براهیمي به د اختر په شپو او ورځو کې د ډزبندې غوښتنه وکړي. دواړو خواوو، د سوریې اپوزيسیون او ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې د نوموړي وړانديز منلو ته تمایل لري.
پر دې سربیره داسې اټکل هم کیږي چې براهمیي به د سوریې له ولسمشر سره وویني. د سوریایي بشري حقونو د ټولنې د وینا پر اساس د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۴ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې شاوخوا ۳۴۰ زره خلک له هیواد څخه کډه کولو ته مجبور شوي دي. تیره ورځ د المان هیواد د سوریې له مهاجرینو سره د ۲۷ میلیونه یورو د مرستو ژمنه کړې ده.