لاگارد، د نړيوال وجهي صندوق مشره و ټاکل سوه
۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبهد ډومنيک سټراوس کاهن تر استعفي وروسته د نړيوال وجهي صندوق د مشرتابه چوکۍ خالي سوې ول. د سې شنبې په ورځ د دغه ادارې 24 کسيز اجرائيوهيئت د فرانسې د ماليه چارو وزيره د خپلي نوي مشري په نوم ونوموله او دغه فيصله د رايو په اکثريت سره تر سره سوه. هغه به د نړيوال وجهي صندوق لومړنۍ ښځينه مشره وي.
د لا ګارډ سره پر امريکا او اروپا سربيره د چين، برازيل، انډونيزيا او هندوستان ملاتړ هم مل وو.
د لاګارډ د مشري په توګه تر انتخابيدو وروسته ځيني هيوادونو د دغي خبر هر کلی کړی. د انګلستان د ماليي وزير جارج اوسيورن پدي خپله خوښي څرګنده کړي، د فرانسي ولسمشر نکولا سرکوزي بيا د لاګارډ انتخابيدل د فرانسي د فتح سره تعبير کړې.
د نړيوال وجهي صندوق د مشري له پاره د مکسيکو څخه نوماند آګسيټن کارسټنز هم د لاګارډ له پاره د نيکو هيلو غوښتنه کړې. د امريکا د متحده ايالاتو د ماليي وزير ټموتي ګايټنر په وينا لاګارډ پوهه ښځه ده او هغه به نړيوال وجهي صندوق په خپلو تجربو سره ونازوي.
کرسټين لاګارډ د 2007 م کال څخه را پديخوا د فرانسي د ماليې وزيري په توګه کارکوي. تر دې دمخه هغې د فرانسې د بهرني تجارت د وزيري په توګه هم دنډه اجراکړې.
کرسټين لاګارډ په 1956 م کال کي په پاريس کي زيږيدلې، لوړي زده کړي يې په فرانسې او د امريکا په متحده ايالاتو کي سر ته رسولي.
د نړيوال وجهي صندوق د بنسټ ډبره په 1944 م کال کي کيښودل سوې ده، د دغه ادارې مشري د هر اروپايي هيواد مالي چارو کارپوه ته سپارل کيږي. د بلي خوا د جهاني بانک مشري د امريکا په متحده ايالاتو پوري اړه لري.
دويچه ويله/ سيدرياض
کتونکي؛ نجيب الله زيارمل