1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا برادر: بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو

۱۴۰۰ تیر ۲۶, شنبه

د روسیې د بهرنيو چاورو وزير سرګي لاوروف ويلي دي چې امريکا متحده ايالاتو په خپل د افغانستان په ماموريت کې «شکست خوړلی» دی. په دوحه کې تر ډير ځنډ وروسته نن د سولې بین الافغاني خبرې له سره پيل شوې.

https://p.dw.com/p/3wc6a
Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ ناوخته خبر ورکړ چې د روسيې د بهرنيو چارو وزیر، سرګي لاوروف دغه خبرې پرون په تاشکند کې کړي دي. دغه آژانس د روسيې د خبرې آژانس په حواله ليکي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن هڅه کوي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل«په ډیرو مثبت رنګونو» سره وښيي. خو لاوروف وويل چې په دې «خو هر څوک پوهیږي چې ماموریت ناکامه وو»

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره سم، جګړو زور اخیستي او طالبانو يو شمیر سیمې له حکومت څخه نيولي دي. حکومت بیا د سیمې د بیرته نیولو په موخه د پوځي عملیاتو خبرې کوي چې پر وينا یې تر اوسه ډيرې سیمې بیرته له طالبانو نيولي دي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزير په عین حال کې په افغانستان کې وويل چې روسیه په افغانستان کې د موجوده وضعيت څخه انديښنه لري، داسې نه چې د «هرج و مرج» لمن د منځنۍ آسیا هیوادونو ته ورسیږي. هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالو ډيريدو ته په کتو سره په جګړه کې ښکيلې خواوې خبرو اترو ته راوبلل.

نن د قطر هيواد په دوحه کې تر مياشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغانستان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې.

Katar | Friedensgespräche in Doha
په ذوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي ټيمونو د جولای د ۱۷مې نيټې افتتاحیه غونډهانځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

د افغانستان د مصالحې عالي شورا رسنيو ته په یوې استول سوي اعلاميه کې ويلي دي چې، د دغې شورا رئيس عبدالله عبدالله نن په دوحه کې جوړه شوې غونډه کې وويل: «په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، د جګړې اصلي قربانیان خلک دي، خسارات يې هم ټولو ته معلوم دي او په نظامي لارې ټينګار، یوازې جګړه اوږدولای شي.»

زياته شوې چې په دغه افتتاحيه غونډه کې د طالبانو له لوري د هغوی د پلاوي مشر، ملا برادر هم خبرې کړي دي. برادر وويل: «د سولې د تامين او د ولس د سوکالۍ له پاره باید ټوله همکاري او همغږي وکړي.»

د طالبانو وياند محمد نعيم، د برادر د وینا متن پر خپل ټويټر خپور کړی چې په یوه ځای کې يې راغلي: «باید له جزییاتو تیر سو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو.»

خو د افغان حکومت ځينې مطرح څيرو بیا تر دې وړاندې په کراتو ويلي دي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او دغې ډلې په تیرو شلو کلونو کې،لکه څنګه چې ځينې سرچېنې وايي تغيير يې کړی، هيڅ تغییر يې نه دی کړی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په وروستیو وختو کې د افغانستان مسئلې ته په اشارې ويلي وو چې افغانان نور بايد د خپل هیواد راتلونکې په خپله وټاکي.