قنديل بلوچ قتل کړل سوه
۱۳۹۵ تیر ۲۶, شنبهد پاکستان د پنجاب ايالت د جنوبي ښار ملتان پوليس وايي چي قنديل بلوچ قتل کړل سوې ده. د پوليسو په وينا د هغې د وژنې په تړاو د هغه د ورور نوم اخيستل سوی دی.
د ځايي پوليسو د يو چارواکي اعظم سلطان په وينا د مقتولي ورور د هغې د وژلو وروسته تښتېدلی دی. د قتل کېدو پر وخت د قنديل بلوچ عمر ۲۶ کلنه وه. پوليسو ويلي چي د بلوچ د قتل په قضيه کي يې د هغې د ورور تلاښ پېل کړی او تعقيقات ادامه لري.
د ملتان د پوليسو لوړپوړي چارواکي اعظم سلطان زياته کړې ده چي د قنديل بلوچ ورور د زياتي مودې راهيسي پر خپلي خور فشار راوړی چي پر فيسبوک د خپلو انځورونو خپرولو ته د پای ټکی کښېږدي ولي چي «د خاندان عزت يې زيانمن کړی».د پاکستان يو تلويزيوني کانال ويلي چي پر قنديل بلوچ ډزي سوي خو پوليس وايي چي هغه غړغړه يا خفه کړل سوې ده. پوليسو د دغې پاکستانۍ ماډلي مړی د مرګ وروسته طبي معاينې له پاره روغتون ته لېږلی دی.
پوليسو ويلي چي کارپوهانو يې د قتل له ځای څخه يو شمېر شواهد او معلومات ټول کړي دي او دا چي د دغو ارزونه ادامه لري. د پاکستان رسنيو په ښکاره سره دغه قضيې ته «د غيرت په نوم د قتل» خطاب کړی دی. پوليسو هم دغه قضيه په دغه نوم بللې ده.
د قنديل بلوچ اصلي نوم فوزيه عظيم ؤ. د روژې په مياشت کي دغه مېرمنه د هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کي لا ډيره مشهوره سوه، کله چي يې د پاکستان د يو مشهور مفتي عبدالقوي سره ويډيو او انځورونه خپاره سول. دغه موضوع تر زيات وخت پوري د پاکستان د رسنيو او په همدې شان د ټولنيزو رسنيو توده موضوع وه.
د قنديل بلوچ سره د ملاقات د انځورونو او ويډيو خپرېدو وروسته مفتي عبدالقوي د پاکستان د رويت هلال کمټۍ څخه ايستل سوی ؤ. ياده کميټه په پاکستان کي د روژې او اختر د اعلان له پاره د سپوږمۍ تلاښ کوي او په اعلان يې روژه او اختر کيږي.قندويل بلوچ او مفتي عبدالقوي
قنديل بلوچ د يو شخصي کال له کبله د يوې اونۍ له پاره ملتان ته تللې وه. هغې درې اونۍ تر مخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان او د اېف آی اې امنيتي ادارې رئيس او د اسلام آباد پوليسو ته يو ليک لېږلی ؤ. هغې په دغه خط کي د هغې د ژوند حفاظت له پاره د مرستي غوښتنه کړې وه.
هغې په دغه لیک کي د هغو کسانو پر ضد د قانوني اقداماتو کولو غوښتنه کړې وه، چي په سوشل ميډيا کي يې د هغې په وينا ورته ګواښونه کول. دغې مېرمني ادعا کوله چي پر موبايل هم ورته د قتل ګواښونه کېدل. هغې د دغو دلايلو پر اساس په خپل کور کي د حکومتي محافظت يا ساتني غوښتنه کړې وه.