1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سبا په اسلام آباد کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړیږي

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

پاکستان سبا یکشنبه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غړو هیوادونو د یو کنفرانس کوربه دی. ویل شوي چې په دغه کنفرانس کې به د امریکا، چین او روسیې په څیر د نړۍ د زبرځواکونو استازي هم ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/44Vkf
Pakistan | Treffen Vertreter von USA, Russland, China und Pakistan in Islamabad
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي (په منځ کې) له نورو چارواکو سره په اسلام آباد کې - آرشیفانځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs/AP Photo/picture alliance

اسوشتید پریس له اسلام آباده د پاکستان د یو لوړپوړې ديپلومات له قوله لیکي چې په دغه کنفرانس کې به د اسلامي همکارۍ سازمان د ۵۷ غړو ګڼ شمیر خارجه وزیران ګډون وکړي.

منبع وايي چې په سباني کنفرانس کې افغانستان سره د مرستو د لارو چارو پر موندلو او د طالبانو پر سخت سیاست خبرې کیږي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل چې د (او آی سي) کنفرانس یو تعامل دی او دا د طالبانو رژيم په رسمیت پيژندل نه دي.

قريشي زیاته کړه چې د يکشنبې ورځې غونډې پيغام دا دی: «لطفا افغانستان [يوازې] مه پریږدئ. لطفا تعامل وکړئ. موږ د افغانستان د خلکو په اړه خبرې کوو. موږ د يوې خاص ډلې سره خبرې نه کوو. موږ د افغانستان د خلکو په اړه خبرې کوو.»

د پاکستان خارجه وزیر وويل چې د امریکا متحده ایالاتو، چین، روسيې او اروپايي ټولنې په ګډون ستر قدرتونه به دغه یو ورځني کنفرانس ته د افغانستان له پاره خپل ځانګړي استازي واستوي. د افغانستان د طالبانو سرپرست خارجه وزير امیر خان متقي به هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي. رپوټونه وايي چې متقي اسلام آباد ته رسیدلی دی.

Afghanische Delegation in Pakistan
​​​​​​د طالبانو سرپرست خارجه وزیر امیرخان متقي (په منځ کې) به هم د اسلام آباد په کنفرانس کې ګډون کوي - د آرشیف انځورانځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

متقي تیره اوونۍ اسوشتید پریس ته وویل چې د افغانستان نوی حاکمان په افغانستان کې د نجونو زدکړو او د ښځو کار کولو ته ژمن دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان له پاره د دغه کنفرانس کوربه توب کوي چې په اګست کې د طالبانو اعلان شوی حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی او دغه هیواد له سختو اقتصادي او بشري مرستو سره مخ دی. د طالبانو حکومت د څلورو میاشتو په تیرېدو سره، لا هم د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نجونې اجازه نه لري چې لیسو ته ولاړې شي او د ښځو کار هم تقریباْ د روغتيا په سکتور کې خلاصه کیږي. پاتې نورې ښځينه کارکوونکې په کورونو کينول شوي دي.

د پاکستان خارجه وزیر افغانستان ته د مرستو غوښتونکی دی. هغه خبرداری ورکوي که افغانستان له مرستو پرته او يوازې پريښودل شي، د القاعده په څير تروریستي ډلې بیا شکل ښايي ونیسي.

په واشنګټن کې د ویلسن مرکز د آسيا پروګرام مرستیال، مايکل کوګيلمن وايي د اسلامي همکارۍ هیوادونه کولی شي د ديني عالمانو له لارې ډير کار وکړي او طالبانو ته مستقیم وړاندیزونه وکړي. خو هغه په عین وخت کې وویل چې په حاضر وخت کې د لويديځ له پاره سخته ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي او که چېرته تعامل هم کوي نو دا ډول تعامل به په شل کلنې جګړه کې پر ماتې باندې د اعتراف کولو په معنی وي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.