فیضي: قطر ته د طالب بندیانو د لیږد مخالف یو
۱۳۹۰ دی ۱۶, جمعهپه همدې حال کې د افغان ولسمشر ویاند، ایمل فیضي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ولسمشر پر دغه عمل سخته نیوکه کړې ده. د هغه په خبره افغان ولسمشر غواړي چې دغه بندیان په مستقیمه توګه افغان دولت ته وسپارل شي.
طالبانو په روانه اونۍ کې اعلان وکړ چې غواړي په قطر کي د سولي د خبرو اترو لپاره یو سیاسي دفتر پرانیزي. په عین وخت کي طالبانو د کیوبا په ګوانتانامو کي د خپلو بندیانو د آزادیدو غوښتنه هم کړې وه. خو د طالبانو لخوا په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه وو ویل شوي چې دغه بندیان دي چیري انتقال شي.
فیضي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ډسمبر په میاشت کي د بن کنفرانس تر پيل کېدو د مخه امریکایانو د طالبانو دا غوښتنه چي د هغوي بندیان دي قطر ته واستول شي کرزي ته وړاندې کړې وه:
د فیضي په خبره افغان دولت د طالب بندیانو د خوشې کیدو پلوي کوي خو افغانستان نه غواړي چې دا بندیان دي مستقیما قطر ته ولیږدول شي. فیضي ټینګار کاوه چي افغان حکومت په جدي توګه د دې خبرې مخالف دئ.
د کرزي دولت اندیښنه لري چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولي په ممکنه خبرو اترو کي څنډي ته شوی دئ. فیضي بیا پر دې ټینګار کاوه چي د سولي د بهیر مشري باید افغان حکومت ته انتقال شي:
«په لومړي سر کې بندیان باید د افغانستان حکومت ته تسلیم شي. موږ له امریکا سره د تیرو پنځو یا شپږو کلونو راهیسې پر دې بحث کوو، خو لا تر اوسه په دې موضوع کي کومي موافقې ته نه یو رسیدلي.»
د چهارشنبې په ورځ واشنګټن وویل چې د سولي په بهیر کې د اعتماد د فضا د رامنځته کولو په موخه له ګوانتانامو څخه يو بل ځای ته د طالب زندانیانو د لیږد په اړه فکر کوي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش