فيضي: د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو سره موافق يو، خو ملاتړ ئې نه کوو
۱۳۹۰ دی ۱۵, پنجشنبهيوه افغان چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي، چي ولسمشر کرزی د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو اترو انديښمن کړی دئ. د دغه چارواکي په خبره کرزی په دې اند دئ چي د افغانستان د سولي د خبرو اترو له بهير څخه ليري شوی دئ.
افغان طالبانو د سه شنبې په ورځ (ډسمبر د مياشتي ۳) اعلان وکړ، چي په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرانستلو پر سر يوې موافقې ته رسېدلي دي. ددې دفتر له پرانستلو سره به نړيواله ټولنه او افغان حکومت له طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل کړي، چي په دغه هيواد کي لس کلني جګړې ته د پای ټکی کښېښوول سي.
د کرزي د ادارې يوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي ولسمشر کرزی د طالبانو او امريکا تر منځ خبرو اترو خواشينی کړی دئ.
«په افغانستان کي چي د سولي په هره پروسه کي افغان حکومت برخه نه لري، هغه به هيڅ معنا ونه لري.»
دغه افغان چارواکي زياته کړې ده، چي د سولي د خبرو اترو مسئوليت به وروسته افغان دولت ته وسپارل شي:
«هغه امريکايي چارواکي چي موږ ورسره په تماس کي يو، وايي تر هغه وروسته چي د طالبانو دفتر پرانيستل سو، د خبرو مسئوليت به افغان حکومت ته وسپارل شي. د دې کار د ترسره کولو پرته به په افغانستان کي د سولي پروسه کومي پايلي و نه لري.»
دغه چارواکي ټينګار کړی دئ، چي تر اوسه پوري لا افغان دولت د سولي په خبرو اترو کي نه دئ شامل شوی.
د ولسمشر کرزي دفتر د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ، چي د طالبانو او متحده ايالاتو تر منځ د خبرو اترو سره موافق دئ.
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل، چي افغانستان د طالبانو او امريکا تر منځ د سولي له خبرو اترو سره موافق دئ، خو دا د دې معنا نه لري چي ددغه بهير ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه چي که طالبان يوازي د امريکا له متحده ايالاتو سره خبري وکړي نو ښايي کومي پايلي به و نه لري، ځکه چي افغانستان اوس يو مستقل دولت لري او طالبان به د خبرو اترو په پای کي افغان دولت ته رجوع وکړي.
فيضي وايي چي تر اوسه پوري په افغانستان کي د سولي بهير د افغانانو په مشرۍ پرمخ نه ځي. هغه وايي چي دغه کار په تير وخت کي هم نه دئ ترسره شوی او ټينګار کوي چي که د سولي بهير په دې ډول دوام وکړي نو مثبتي پايلي به و نه لري.
د فيضي په خبره ولسمشر کرزي ته د بن له کنفرانس څخه څو ورځي تر مخه د قطر د دفتر په اړه وويل شول.
مسعود جهش/ اژانسونه
کتونکي: نجيب الله زيارمل