فلسطینيانو د نرخونو د لوړیدو له امله لاریون کړی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
د اردن ساحل په لویدیځه برخه کې د نرخونو لوړیدو فلسطینيان په قهر کړي او یوه مظاهره ئې ترسره کړې ده. لاریون کوونکو د ودانیو ښیښې ماتې کړې او هڅه ئې کړې چې د ښاروالې پر ودانۍ باندې هجوم ور وړي. تر هغې وروسته د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ د هیبرون، بیت اللحم او په رم الله کې نښتې رامنځ ته شوي دي.
پولیسو د مظاهرینو د خورولو له پاره د اوښکو بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دئ، خو د مرگ ژوبلې په اړه کوم رپوټونه نه دي ورکړل شوي. لاریون کوونکي د نرخونو د لوړوالي او په زرونو د ملکي مامورینو د پوره معاشونو په ورکولو کې د دولت د بې کفایتې له امله نا رضایتي څرگندوله.