فلسطينيانو ته دپوره اوبو د استفادې حق نه ورکول کيږي
۱۳۸۸ آبان ۵, سهشنبهد هغه ځای اوسيدونکو فلسطينانو په اختيار کښي ورکړي دي . فلسطينان اجازه نلري چه د اردن د رود داوبو څخه استفاده وکي .
د بخښني بين امللي سازمان امنيسټي انترنېشنل د منځني ختيځ د پروګرام مشره او ددغه رپوټ ليکونکې دوناټيلا رو وېرا پدې اړه وايي،
«هر فلسطينی د ورځي د 60 څخه تر 70 ليټرو اوبه مصرفوي ، پداسي حال کښي چه اسراييليان د سړي پر سر د ورځي تقريبأ 300 ليټره اوبه مصرفوي . د لويديز اردن په ډيرو ځايو کښي کليوالي فلسطينان د ورځي د 15 څخه تر 20 ليټرو پوري اوبه مصرفوي . »
رپوټ علاوه کوي چه د لويديز اردن په کلو کښي د 180000 څخه تر 200000 پوري فلسطينان اوسيدل ،چه اوبه يې نه درلودلې . اسراييلي پوځ اکثره د سيمي د اوسيدونکو ددې کار مخالفت کاوه چه د باران اوبه جمع کي . خو بيا برعکس لکه څنګه چه دوناټيلا رو وېرا وايي، اسراييلي ناقلين د اوبو د قلت سره نه وه مخامخ . دا اضافه کوي ،
«موږ په ټولو کليوالي سيمو کښي د اسراييلي ناقليني دپاره ډيري زرغونې زراعتي مځکي ، د اوبو حوضونه او د اوبو نوري ذخيرې وليدلې . خو بيا د هغه تر څنګ مو ډير فلسطيني کلي وليدل چه په نلو کښي ورته اوبوه نه راتلې . دوی د اوبو ټانکرونو ته مجبوره وه ،چه اوبه په ډيره ګرانه بيه رسوي ،او دوی اصلأ ددې امکانات نه درلودل چه خپلو زراعتي مځکو ته اوبه ورکي . دوی مجبوره دي ،باران ته انتظار وکي ،چه مځکي يې ورته اوبه کي . »
بيله د اسراييلي مقاماتو د اجازې څخه فلسطينان حق نلري ،چه په اشغالي سيمو کښي د اوبورسولو غټي پروژې جوړي کي . د امنيسټي انترنېشنل رپوټ پدغه اړه د اوبو تصفيه کولو د يوې ذخيرې مثال راوړي ، چه د جرمني په مالي کومک بايد د اسراييلي ناقلينو د سيمي آرييل سره د يوې فلسطينۍ ناحيې دپاره جوړه سوې وای . که څه هم دغه پروژه په 1997 کال کښي منل سوې ده ، خو اسراييلي مقامات تر اوسه پوري د هغه سره د نورو خبرو تر څنګ پدې دليل مخالفت کوي ، چه د فلسطينانو دغه ناحيه د ناقليني سيمي آرييل د خرابو او چټلو اوبو د ورتلو په خاطر د استفادې وړ نده .
د غزې په تراډه کښي هم 90 تر 95 فيصده د چښلو اوبه چټلي دي . د بخښني بين امللي سازمان امنيسټي انترنېشنل رپوټ غوښتنه کوي ،چه اسراييل بايد د يوه اشغالګر قدرت په حيث خپل مسؤليتونه ادأ کي ، د اوبو بندولو اوسني جابرانه سياست ته خاتمه ورکي ، او بيله ځنډه د فلسطينانو دپاره د پوره اوبو رسولو امکانات برابر کي .
ويرن کوټه /
کتونکی : محمد قاسم نوري