فرهاد دريا ژوندی دی
۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبهامنيتي مامورين وايي چاودنه د يوه موټرسيکل څخه په استفادې سوې چي د روغتون د مامورينو په خبره د ۲پوليسو او يوې مېرمني په شمول ۱۳تنه ملکيان ټپيان کړي دي.
چاودنه د د هرات ولايت ودانۍ ته نږدې تيرماښام د ورزشي سټډيوم دباندي رامنځته سوه. په کوم ځاي کي چي د هيواد مشورسندرغاړي فرهاد دريا زرګونه مينه والوته سندريزه کنسرت لاره.
د هرات د امنيه چارو قوماندان جنرال محمدسالم احساس يي عمل د هيواد ددښمنانو وباله زياته يي کړه پيښي څوک ندي وژلي خو د ټپانو خبر يي ومانه.
د هرات د عامي روغيتارئيس ډاکټرغلام سعيدراشد د شپې په مهال خبريالانوته په يوه خبري غونډه کي وويل د يوې ميرمني يوماشوم ،اودوه پوليسوپه ګډون ۱۳تنه ټپيان رغتون ته راغلي دي.
د چاودني سره يو ځای د خلکو ترمنځ د فرهاد دريا د ټپيکيدو خبره خپره سوه مګر له څو ګړيو وروسته سندرغاړي په محلي راډيو کي د خپلي روغتيا ډاډ خلکوته ورکړی.
که څه هم ددغه راپورتربشپړيدو د پيښي مسوليت چاپه غاړه ندی اخيستی خو ويل کيږي د بريد اصلي هدف د سندرغاړي فرهاد دريا د کنسرت ګډوډول وه.
دريا د درو ورځو راهيسي په هرات کي دي او د «ژوند ښائيسته دی» ترسرليک لاندي يې ځوانانو سره د ليدو کاتو په نيت سفرکړي.
د دريا په خبره پر هرات سربيره به د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفر وکړي، څو د خلکو ستونزي په دغه هنري سفر کي واوري.
شرفيار/ هرات
کتونکی/ نجيب الله زيارمل