فرانکفورت او کابل يو ځل بيا په مستقيمه توګه سره ونښول شول
۱۳۸۸ خرداد ۲۷, چهارشنبهد هوايي ډګر چلونکي فراپورت ويلي دي چي، صافي ايرويس يوازني افغاني انفرادي هوايي شرکت دي چي په اونۍ کي دري ځلي د شنبو، دوشنبو، او چهارشنبو په ورځو د کابل او فرانکفورت اود فرانکفورت اوکابل ترمنځ الوتني کوي.
د دوي الوتکي بوينګ ۷۶۷/۲۰۰ ډوله دي. پدي الوتکو کي له هريخوا، د دوو سوو سپرليو ترڅنګ لس ټنه مال هم وړل راوړل کيدايشي. فرانکفورت د دي هواي شرکت لمړي د لويو وچو ترمنځ د الوتلو هدف دي. دا هوايي شرکت په ۲۰۰۶کال کي تاسيس شوي اومديريت يي د يو الماني ټيم په لاس کي دي.
د فرانکفورت هوايي ډګر د چلونکي فراپورت د ساحومشر پيترشميتڅ د دي نويو اړيکو او هوايي کرښي ښه هرکلي کړي، او ويلي يي دي چي « مونږ پدي ډير خوښ يو چي صافي ایرويس په فرانکفورت کي د نوي هوايي شرکت په حيث د کابل او فرانکفورت ترمنځ الوتني، د خپلو الوتنوپه پروګرام کي نيولي دي، اومونږ د دي هوايي شرکت مسولينو، اوعملي ته د ډير برياليتوب هيله لرو او تل د ښو الوتنو هيله ورته کوو.»