1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

فرانسې رسمأ د طالب بندیانو د ازادیدو توقف غوښتی دی

۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبه

فرانسې له افغان حکومت څخه غوښتي، هغه طالب بندیان ازاد نه کړي چي د دوی عسکر یې وژلي. فرانسې ویلي چي د ۴۰۰ ازادیدونکو طالبانو په منځ کي داسي ترهګر وجود لري چي د فرانسوي عسکرو او خیریه سازمانونو د غړو د وژلو مسئولیت لري.

https://p.dw.com/p/3h2F9
Afghanistan Kabul Taliban Freilassung
انځور: Reuters/National Security Council

دغه خبره پرون شنبه (د اګست میاشتي ۱۵ مه) د فرانسې خارجه وزارت په پاریس کي وکړه. د هغوی په اعلامیه کي راغلي دي: فرانسه حاضره ده، چي د افغانستان د سولي د پروسې ملاتړ وکړي، خو باید د دوی د قربانیانو علاقه مندي هم په نظر کي ونیول سي. په خبره یې هغه قاتلین چي جنایتونه یې سرته رسولي، باید محاکمه سي. ځکه نو فرانسې د افغاني چارواکو څخه «په صراحت سره وغوښتل، چي دغه ډله بندیان ازاد نه کړي.»

په افغانستان کي تیره پنجشنبه د ۴۰۰ شخړه ایزو بندیانو د ازادیدو پروسه پیل سوه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورأ په حواله د پل چرخي د محبس څخه په دې منځ کي ۸۰ طالب جنګیالي ازاد سوي دي. د ۴۰۰ هغو بندیانو ازادیدل، چي د فوق العاده خطرناکو کسانو په حیث درجه بندي سوي دي، د طالبانو یوه د اساسي غوښتنو او بین الافغاني خبرو د شروع کیدو شرط ایښوول سوی دی. د بندیانو تبادله د همدې عیسوي کال په فبرورۍ میاشت کي په دوحه کي د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولي د تړون او بین الافغاني خبرو د شروع کیدو یو مهم شرط ؤ.

ویل کیږي، چي د ۱۰۰۰ حکومتي کارکونکو او عسکرو په مقابل کي تر ۵۰۰۰ پوري طالب بندیان ازاد سوي دي. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ وویل چي د بندیانو د ازادیدو تر پروسې وروسته به په یوه اوونۍ کي بین الافغاني خبري شروع سي. خو دا چي ۳۲۰ تنه نور طالب بندیان دي ازاد سي، تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.

ویل کیږي، چي د دغو ۴۰۰ بندیانو په منځ کي په کابل کي د جرمني پر سفارت باندي شکمن برید کونکي هم شامل دي.

د افغانستان جمهور ریس، اشرف غني د تیري دوشنبې په ورځ د ۴۰۰ دغو شخړه ایزو بندیانو د ازادیدو فرمان امضأ کړ. هغه په دې وسیلې سره د لويي جرګې مشوره ومنله، چي باید دغه بندیان هم ازاد سي. په همدې حال کي لا د بین الافغاني خبرو د پیلیدو کومه نیټه تر اوسه پوري معلومه سوې نه ده.