1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

فرانسې د دفاعي بودیجې زیاتولو اعلان کړی دی

۱۴۰۱ بهمن ۱, شنبه

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي چې د هیواد د پوځ عصري کولو او د سختو جګړو له پاره یې د تیارولو پروګرام جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4MXG6
Frankreich AMX-10 RC-Panzer
انځور: Jeremy Bessat/French Army/AP/dpa/picture alliance

فرانسې په خپله دفاعي بودیجه کې د زیاتوالي رامنځته کولو اعلان کړی دی. د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د جمعې په ورځ وویل چې له ۲۰۲۴ تر ۲۰۳۰ م کاله پورې به پر دفاعي برخې ۴۰۰ میلیارده یورو ولګول شي. فرانسې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۵ م کاله پورې د خپلې دفاعي بودیجې له پاره ۲۹۵ میلیارده یورو ځانکړې کړې وې.

ماکرون وویل چې په تیرو وختونو کې پر پوځي برخې ډیره کمه پانګونه کیدله. نوموړي زیاته کړه چې د هیواد د پوځ عصري کولو او د سختو جګړو له پاره یې د تیارولو پروګرام جوړ شوی دی.