1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمفرانسه

فرانسې د اسامه بن لادن د زوی د اخراج امر کړی دی

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

فرانسوي چارواکو د القاعده شبکې د پخواني رهبر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د دې اقدام دلیل په ټولنیزو رسنیو کې د عمر پوستونه په ګوته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4lXpw
د اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن
عمر بن لادن په سوډان او افغانستان کې هم ژوند کړی دی.انځور: JEAN-FRANCOIS MONIER/AFP/Getty Images

عمر بن لادن ۴۳ کلن دی او په سعودي عربستان کې، چیرې چې د خپل ژوند لومړي کلونه یې تیر کړي دي زېږېدلی دی. نوموړي په سوډان او افغانستان کې هم ژوند کړی دی. عمر بن لادن په ۱۹ کلنۍ کې له خپل پلار څخه جلا شو وو او بالاخره په ۲۰۱۶م کال کې د فرانسې په شمال نورمېندی کې میشت او هلته یې نقاشي پیل کړه.

د فرانسې د کورنیو چارو نوي وزیر برونو رتایو، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې عمر بن لادن د یوې بریتانوۍ تبعې د مېړه په توګه د نورمېندې په اورن سیمه کې ژوند کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل چې عمر بن لادن «په ۲۰۲۳م کال کې په ټولنیزو شبکو کې داسې نظریات خپاره کړل چې د ترهګرۍ ملاتړ بلل کیږي.»

برونو رتایو وویل: «په نتیجه کې د اورن ادارې د فرانسې له خاورې څخه د هغه د وتلو امر صادر کړ. محکمو تائیده کړې ده چې د ملي امنیت په برخه کې نیول شوی تصمیم قانوني دی.»

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر همدرانګه وویل نوموړي داسې ممنوعیت لاسلیک کړی دی چې «په هر دلیل» فرانسې ته د عمرن بن لادن د بیرته ستنیدو مخه نیسي.

دغه فرانسوي لوړپوړي چارواکي نور جزویات نه دي ورکړي او مشخصه نه ده چې آیا عمر بن لادن لادمخه له فرانسې څخه وتلی دی او که نه.

عمر بن لادن له بریتانوۍ ښځې جین فلیکس براون، سره واده کړی دی. دغه ښځه اوس نیا یا انا شوې ده چې مخکې تر دې هم پنځه ځله طلاقه شوې او له عمربن لادن څخه په عمر کې تر ۲۰ کلونو هم لویه ده. کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د دوی واده تائید شو، د رسنیو پام یې ځانته را واړولو.

تر واده وروسته دغې ښځې خپل نوم په زینه محمد بدل کړ. عمر بن لادن په بریتانيا کې د ژوند کولو اراده درلودله، خو د بریتانوي چارواکو له خوا یې غوښتنه رد شوه.

ویل کیږي چې اسامه بن لادن چې پخپله په سعودي عربستان کې د یوه لوی ساختماني پانګوال زوی و، تر۲۰ ډیر زامن درلودل.

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱م کال کې د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکیاسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژلو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې ده چې د مهاجرت په برخه کې به «نظم» تطبیقوي او له جرم او جنایت سره مبارزه کوي او د قانون د حاکمیت پر تطبیق ټینګار کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز