1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

فرانسه غواړي لا تر مخه افراطیت تشخیص کړي

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

په پاریس کې د پولیسو په یوه حوزه کې د چاقو تر وژونکي برید وروسته، فرانسې په امنیتي ادارو کې د رادیکالیزم د مخکې له مخکې تشخیص له پاره اړين اقدامات پلان کړي دي. استخباراتي ادارې هم په دې برخه کې ښکیل کړای شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Qn4m
Frankreich Paris nach Gewalttat | Jean-François Richard, Staatsanwalt
انځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasselt

د فرانسې لومړي وزیر ادوارد فیلیپ، د «لې ژورنال دو دیمونش» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د تیرې پنجشنبې (د اکتوبر میاشتې ۳ نیټې) د پيښې په پایله کې به د څار یا تشخیص دوه ماموريتونه ترسره شي. له دې څخه یو به یي د پاريس د پولیسو په اطلاعاتي اداره کې کيږي په کومه کې چې ۴۵ کلن بریدګر د کلونو راهیسې کار کړی وو او دویم ماموریت به له استخباراتي ادارو څخه دباندې په ټولو هغو ځایونو کې وشي، چې له افراطیت سره په تماس کې وي.

فیلیپ واضحه کړه چې په پام کې ده چې لومړنۍ ارزیابي به د اکتوبر میاشتې تر اخره پورې پای ته ورسیږي او د دویم ماموریت پایلې به د روان کال تر پایه پورې وړاندې شي. د فرانسې لومړي وزیر زیاته کړه چې د فرانسې د استخباراتي ادارو له پاره د داخلي تهدیدونو تشخیصول مطلق لومړيتوب لري. هغه وویل چې د ممکنه افراطيت نښې نښانې باید هیڅ کله هم بې ځوابه پاتې نه شي.

له سلفیانو سره تماس

د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ د تحقیق مشر ژان فرانسیوز ریکارد، مخکې تر دې د دغه شکمن کس په اړه تفصیلي معلومات ورکړي وو. نوموړي واضحه کړې وه چې دغه کس شاوخوا ۱۰ کاله مخکې مسلمان شوی وو. سربیره پر دې دغه بریدګر د سلفیانو د یوې ډیرې محافظه پالې ډلې د حرکت له شکمنو غړو سره تماس درلود.

نوموړي بریدګر له دې پيښې مخکې له خپلې میرمنې سره د ګرځنده تلیفون په وسیله ځانګړي مذهبي خبرونه تبادله کړي وو. خو په ګواښ پیښونکو يا خطرناکو اسلامپالو کې د دغه کس نوم نه وو موجود.

له برید څخه لږ مخکې دغه کس دوه چاقوګان پېرلي ول. د هغه دغه خونړي عمل یوزاې څو دقیقې وخت ونیوه. د تحقیق کونکي څارنوال په خبره برید کونکي په ډیرې بې رحمۍ سره عمل کړی دی.

یو ۴۵ کلن پولیس د پنجشنبې په ماسپښین د فرانسې د «الې دي لا سیته» په ټاپو کې د پولیسو په يوه حوزه کې خپل ۴ تنه همکاران د چاقو د برید په وسیله ووژل. دی پخپله بیا د یوه بل پولیس له خوا چې یوازې څو ورځې مخکې یي خپله دنده پيل کړې وه، ووژل شو.

تحقیق کونکی څارنوال وایي: «پلټنې اوس پيل شوي دي، تر څو د پيښې علت او د عامل د شخصیت په اړه دقیق معلومات ترلاسه شي.»

د څارنوالۍ په حواله د پيښې په اړه نور جزئیات به د دوشنبې په ورځ خپاره شي.

(gri/nob (afp, dp