فایده لرونکي حشرې
که څه هم ډیر کسان له حشرو څخه ویریږي، خو د هغوی له ډلي څخه ډیر شمیر یې د انسانانو له پاره فایده لري او نوري مضري حشرې له منځه وړي.
له حشرو برته ژوند سخت دی
دغه حشرات شپږي او میاشې خوري، د نباتاتو او میوه لرونکو ونو تخمونه زیرمه کوي. هغوی آن کثافات له منځه وړي. که سړی د حشراتو په اړه لږ څیړنه وکړي نو پوهیږي چې انسانانو ته ډیره گټه رسوي.
وړوکي خو ډیري مصروفي حشرې
د فایده لرونکو حشراتو تر ټولو غوره بیلگه مچۍ دي. هغوی نه یوازي شات جوړوي، بلکي که د ونو تخمونه ونه لیږدوي، نو ونې به میوې و نه کړي. خو بیا هم د مچیو نسل د له منځه تلو په حال کې دی. د چین په ځینو برخو کې دغه حشره وختي لا له منځه تللې ده.
ښایسته مفیدې حشرې
ممۍ د گلانو له پاڼو څخه شپږي خوري او په دې ترتیب سره نه پریږدي چې د هغوی شمیر دومره ډیر شي چې گلانو او نورو نباتاتو ته تاوان ورسوي. یوه ممۍ په یوه ورځ کې ۵۰ حشرې خورې او بیا په خپل ټول عمر کې په زرهاو شپږي له منځه وړي. شاید له همدې کبله ډیر کسان ممۍ خوښوي.
ان وړوکې ممۍ نباتي افات له منځه وړي
له دې کبله چې ممۍ ډیري شپږي خوري نو بزگران هغوی د نباتي افاتو د کنترولو له پاره کاروي.
د انسانانو له پاره بې ضرره
دغه ډول غومبسو ته «لړمي غومبسې» وایي. هغوی انسانانو ته هیڅ ضرر نه رسوي خو د دغي غومبسې بچیان بیا ډیري شپږي او وړوکي مضري حشرې له منځه وړي.
تکړه ښکاري
ځمکنی گوزونډو هر څه خوري. دغه ډول گوزونډو گان د له منځه تلو په حال کې دي خو اوس د نړۍ په ډیرو برخو کې هغوی حمایه کیږي.
چینجي ته ورته گوزنډو
که څه هم دغه حشره په لومړي نظر کې جنجي ته ورته ښکاري، خو په اصل کې هغه یو گوزونډو ده. دغه ډول گوزنډو گان خپل هم نوعي خوري خو هغوی د حیواناتو پر مړو هم لیدل کیږي.
لویه غالبوزه
دغه ډول غالبوزي په یوه ورځ کې تر ۵۰۰ گرامو حشرې نیولای شي.
غڼه
غڼې هم ډیري حشرې او شپږې خورې. له دې کبله چې غڼې اته پښې لري، هغوی په بشپړه توگه د حشرو په خاندان کې نه شاملیږي.
حشرې گټه لري
د دې له پاره چې ډیرې حشرې انسانانو ته ضرر نه رسوي او نورې مضرې حشرې له منځه وړي، نو ښه به وې چې انسانان هغوی و نه وژنې او پرې یې ږدې چې نورې مضرې حشرې له کورونو او نباتاتو پاکې کړي.