فاریاب: د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول
۱۳۹۱ تیر ۳, شنبهد افغانستان د کورونیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل: «یو شمیر طالب یاغیان د جمعې په شپه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یوه کور ته ننوتلي دي او د یوې کورنۍ پنځه تنه بیګناه غړي ئې وژلي دي.»
تر دې مخکې هم د افغانستان په بل شمالي ولایت بلخ کې یوه چاودنه شوې وه چې په پایله کې ئې یو شمیر ملکي وکړي ټپیان شوي ول. فاریاب د افغانستان د نسبې آرامو ولایتونو په ډله کې دئ خو بیا هم د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو لکه قیصار او المار، کې د طالبانو فعالیتونه تر سترگو کيږي.
طالبانو په فاریاب ولایت کې د وروستۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي. هغوی ډیر وخت د داسې پېښو پړه پر غاړه اخلي. طالبان ډیر وخت داسې کورنۍ په نښه کوي چې له بهرنیو ځواکونو او یا هم افغان دولت سره همکارۍ ولري.
تر دې مخکې طالبانو د قرغې په بند کې پر سپوږمۍ هوټل باندې د برید پړه پر غاړه اخیستې وه. د دې ډلې یوه ویاند ویلي وو چې ځکه ئې پر دې هوټل باندې برید کړی دئ چې پکښې شراب استعمالیږي او سپک لمنۍ پکښې تر سره کیږي. د قرغې بند د سپوږمۍ بند په برید کې له شلو څخه ډیر کسان ووژل شول.
دا چې د فاریاب په ولایت کې د رامنځ ته شوې پېښې تر شا طالبان دي او که نه لا تر اوسه پورې معلومه نه ده. همداراز تر اوسه پورې دا خبره هم لا نه ده څرگنده چې د دې کورنۍ د غړو د وژل کیدو تر شا څه انگیزه موجوده وه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض