1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غور: طالبانو ولسي پاڅون کوونکي وژلي

۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبه

چارواکو د شنبې په ورځ ويلي چې د افغانستان په غور ولايت کې وسله والو طالبانو لږ تر لږه ۱۴ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي. زياته شوې چې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3K4AY
Karte Afghanistan Provinz Ghor Deutsch
انځور: DW

د غور د ولايتي شورا غړيو فضل الحق احسان او عبدالبصير قادري ويلي چې په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ نښتو کې نور درې کسان ټپيان شوي هم دي.

د فضل الحق احسان په حواله نښتې هغه مهال رامنځته شوې چې د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر له طالبانو سره د يوځای کيدو خبره رد کړې وه.

د چارواکو په حواله که څه هم چې د غور ولايت ټولې سيمې د حکومت په لاس کې دي، خو ډېری ولسوالۍ یې د طالبان له خوا تر تهديد لاندې دي او طالبان پرې وخت نا وخته يرغلونه کوي.

د دې تر مخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې د اختر په دريو ورځو کې يې پر حکومتي ځواکونو بريدونه درولي ول.

د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي هم پېښه تائید کړې او ويلي يې دي چې د جمعې د ورځې په دې بريد کې نور اووه تنه پاڅون کوونکي ټپيان شوي هم دي چې له دوی څخه يې د دوو روغتيايي حالت ښه نه دی.

خطيبي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو طالبان پر شا تنبولي دي.

bs/ns (AP)