1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: طالبان جګړه نه شي ګټلی

۱۳۹۷ آبان ۲۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې طالبان په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډله په ۲۰۰۱ کال کې له واکه تر ګوښه کیدو وروسته، اوس تر بل هر وخت دیرې سیمې په خپل کنترول کې لري.

https://p.dw.com/p/388Y1
Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني، په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې افغان دولت د سقوط له خطر سره نه دی مخامخ. هغه د سولې په تړاو هڅو کې یي د حکومت پر هوډ باندې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړې چې دا کار د «کمزوري له موقف څخه» نه کوي.

په واشنګټن کې د جان هپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د پوهنځي ګډونوالو ته اشرف غني د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۲مه) په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې «طالبان د ګټلو په موقف کې نه دي». دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې یو ځانمرګی برید او د افغانستان یو په شمیر سیمو کې خونړي بریدونه وشول.

د غني د څرګندونو له مخې تر هغه وخته پورې چې افغانستان هوایي او کوماندو ځواکونه لري، د سیمو د بیرته په نیولو به وتوانیږي. د هغه په خبره امنیتي ځواکونه ته اوښتې زیاتره مرګ ژوبله چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې ۲۸۵۲۹ تنو ته رسیږي د هغو ځایونو د دفاع پر مهال رامنځ ته شوې ده چې دوی په کې مستقر دي. هغه زیاته کړې ده چې له دې کبله حکومت د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو د څرنګوالي په هکله له سره فکر کوي.

د ترمپ ادارې په تیرو وختونو کې د افغان ځواکونو د روزنې له پاره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ډیر کړ او پر طالبانو یي په دې موخه پوځي فشار زیات کړ چې د خبرو اترو میز ته حاضر شي، څو ۱۷ کلنه جګړه پای ومومي. خو په وروستیو کې د متحده ایالاتو پوځ رپوټ ورکړ چې د پخوا په پرتله پر سیمو باندې د افغان حکومت کنترول او نفوذ کم شوی. ویل شوي وو چې افغان حکومت پر ۵۵ سلنه خاوره باندې کنترول لري او دغه څه د تیرو درو کلونو په پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.

په عین وخت کې د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوې میاشتې په موده کې افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته د دوهم وار له پاره په سفر راوتلی دی، څو د سولې پروسه ګړندۍ کړي. هغه پر افغانستان او پاکستان سربیره متحده عربي اماراتو او قطر ته سفر کوي. طالبانو ویلي وو چې تیره میاشت یي په قطر کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي. طالبان له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي او د متحده ایالاتو د لاسپوڅي په توګه یي انګیري.

ولسمشر غني وویل چې د سولې د پروسې د پر مخ بیولو له پاره د متحده ایالاتو او افغان حکومت تر منځ «بشپړ توافق» موجود دی: «د متحده ایالاتو ښکیلتیا دا ډاډمنتیا رامنځ ته کوي چې طالبانو سره خبرې اترې له هغوی سره د مذاکراتو په پایله تمامې نه شي، بلکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمي خبرې اتري وي.»

په عین وخت کې د طالبانو دوو چارواکو چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي ویلي دي چې عبدالصمد ثاني چې متحده ایالاتو د ترهګرو په لېست کې دی او په ۹۰ لسیزه کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر وو د یوه بل قوماندان صلاح الدین سره په پاکستان کې له زندانه آزاد شوي دي.

غني په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره خبري وکړي، خو په خبره یي دغه هیواد لا تر اوسه پورې په خپل سیاست کې بدلون نه دی راوستی. کابل له اوږدې مودې راهیسي وایي چې د افغان طالبانو مشران او جنګیالي په پاکستان خوندي پټنځایونه لري، خو اسلام آباد تل دغه خبره ردوي.