1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د سولې توافق د یوې اونۍ او لسو ورځو په منځ کې اعلانیږي

مسعود جهش
۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

ولسمشر غني ویلي دي چې د سولې په موضوع کې له واشنګټن سره موافق دی او په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه توافقونه اعلان کړي. هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره د امریکا موافقه په شرایطو پورې تړلې ده.

https://p.dw.com/p/3Xpth
Afghanistan Kabul 2018 | Mike Pompeo, US-Außenminister & Ashraf Ghani, Präsident
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۵مه نیټه) د مونش امنیتي کنفرانس په یوې غوڼده کې وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې په موضوع کې موافق دی او په ګډه به په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه توافقونه اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي ولسمشر غني تر دې مخکې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ په روانو خبرو کې د نه ښکیلتیا له کبله له دې بهیر څخه راضي نه وو.

ولسمشر غني، په آلمان کې د مونشن امنیتي کنفرانس یوې غونډې ته وویل: «موږ [افغان او امریکايي چارواکي] سره همغږي یو. ګواښونه موجود دي، خو موږ فرصتونه هم وینو.»

هغه زیاته کړه: «یو پر بل باندې متقابل اعتماد موجود دی [د امریکا او افغانستان تر منځ] چې موږ دا کار په ګده کولی شو. له همدې کبله موږ موافقه وکړه چې پرون یا نن نن دلته کوم اعلان و نه کړو بلکې موږ به په راروانه اوونۍ یا لسو ورځو کې په همغږي او تنظیم شوي شکل باندې یو اعلان کوو.»

آیا طالبان رښتیا هم سوله غواړي؟

د ولسمشر غني په خبره د دې له پاره چې روښانه شي چې آیا طالبان په رښتیا هم د خبرو اترو له لارې د افغانستان د جګړې پای ته رسول غواړي او که نه، باید د سولې بهیر و آزمویل شي. هغه زیاته کړه: «موږ دا موضوع پرکاغذ باندې د لیکلو بحثونو له لارې نه حلوو. موږ به یو مهم ګام مخکې واخلو او و به یې آزمویو. آزموینې به روښانه کړي [چې طالبان سوله غواړي او که نه].»

که څه هم لا تر اوسه پورې د افغان چارواکو، طالبانو او امریکا متحده ایالاتو له خوا د واشنګټن او طالبانو د توافق په اړه په رسمي توګه جزئیات نه دي اعلان شوي خو خبرو اترو ته نزدې سرچینو دویچه ویله ته ويلي دي چې طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره تر تړون لاسلیکولو مخکې د تاوتریخوالي د کمولو یوه اووه ورځنۍ موده منلې ده چې ښايي د همدې میاشتې په وروستیو ورځو کې عملي شي. تر هغه وروسته به د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تړون امضأ او ترې سمدستي وروسته به بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي.

دا هم ویل کیږي چې امریکا به په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ کړي او د خبرو اترو له پرمختګ او د اوربند له رامنځ ته کیدو سره به له افغانستان څخه نور پوځیان هم وباسي. ولسمشر غني وویل چې له دې سره موافق دی چې په لومړي سر کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ ته را ټیټ شي ځکه په خبره یې کابل له ډیر وخت راهیسې دې موضوع ته چمتو وو. خو افغان ولسمشر په عین حال کې ټینګار وکړ چې له دې د امریکایي سرتیرو د شمیر کمیدل به په شرایطو پورې تړلي وي.