1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د انس حقاني په ګډون د درو طالب بندیانو د آزادي اعلان وکړ

۱۳۹۸ آبان ۲۱, سه‌شنبه

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې د انس حقاني په ګډون به درې تنه لوړپوړي طالب بندیان د دوو بهرنیو برمته شویو کسانو په بدل کې آزاد شي. ولسمشر غني ویلي چې دغه پریکړه یې له نړیوالو همکارانو سره تر مشورې وروسته کړې.

https://p.dw.com/p/3SrZj
Anis Haqqani Mitglied des Haqqani Netzwerks
انځور: picture-alliance/AP Photo/National Directorate of Security

په دې اساس به د افغانستان حکومت درې تنه لوړپوړي طالب بندیان آزاد کړي. په دوی کې یو تن هم د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور او د نوموړي شبکې مرستیال انس حقاني دی.

دغه درې تنه بندیان په کابل کې د امریکایي پوهنتون د هغو دوو تنو استادانو د خوشې کیدو په بدل کې آزادیږي کوم چې له طالبانو سره بندیان دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په خپله وینا کې چې د تلویزون له لارې خپریده وویل: «له طالبانو سره د مخامخو خبرو اترو د زمېنې مساعدولو په موخه، حکومت پریکړه کړې ده چې درې تنه طالب بندیان په مشروط ډول د پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې آزاد کړي.»

غنې زیاته کړه چې دا تصمیم یي د افغانستان له بین المللي شریکانو او په ځانګړي توګه له امریکا متحده ایالاتو سره تر ډیرو نږدې سلا مشورو وروسته نیولی دی، تر څو له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو زمينه مساعده شي.

د افغانستان ولسمشر وویل: «دا درې تنه عبارت دي له حاجي مالي خان ولد ولي خان، عبدالرشید ولد محمد عمر او انس د جلال الدین حقاني زوی.»

دغه دوه تنه پروفیسران چې یو یي امریکایي کیون کنګ او بل یي د هغه استرالیایي همکار تیموتي ویکس، نومیږي د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې طالبانو له پلازمېنې کابل څخه تښتولي ول.

په افغانستان کې امریکایي پوهنتون (AUAF) په پرله پسې ډول د دغو استاذانو د خوشې کولو غوښتنه کوله. د کنګ د خراب روغتیایي وضعیت په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکول شوي دي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې د معلوماتو په اساس انس حقاني د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې نیول شوی وو.

اژانسونه/ش.ن/م.ج