1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

غزني: طالبانو ويلي پر جومات یې بريد نه دی کړی

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

د افغان چارواکو په حواله په غزني ولایت کې د شعیه ګانو پر یوه جومات باندې د بمي برید په پایله کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او په لسهاوو نور ټپیان دي. طالبانو دغه چاودنه غندلې او پکې لاس لرل یې رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/3LgEL
Explosion in Ghazni
انځور له آرشیف څخهانځور: DW/Q. Wafa

افغان چارواکو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۶مه نیټه) وویل چې په غزني ولایت کې د شعیه ګانو پر یوه جومات باندې د بمي برید په پایله کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۶ تنه نور بیا ټپیان دي. د غزني د ولایت شورا د مشر نصیر احمد فقیري او د ولایتي شورا د غړي امان الله کامران، په حواله دغه بمي چاودنه د جمعې په ورځ شوې ده.

زیاته شوې چې د چاودنې پرمهال په جومات کې شاوخوا ۷۰ تنه عبادت کوونکي موجود وو. اټکل کیږي چې چاودیدونکي توکي له وړاندې نه په جومات کې ځای پر ځای شوي وو.

ځايي چارواکي د دغې چاودنې مسوولیت داعش ولسوالۍ ډلې ته راجع کوي چې په غزني ولایت کې محدود حضور لري. طالبانو بیا دغه چاودنه غندلې او په هغې کې یې لاس لرل رد کړي دي.

DPA , kh-bs