1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غربي دولتونه پر طالبانو باندي فشار ډیروي

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د اروپا اتحادیې او ۱۲ نورو هیوادونو خارجه وزیرانو په افغانستان کي د حاکمو طالبانو څخه غوښتي دي، چي په غیر حکومتي خیریه سازمانونو کي د ښځینه کارکونکو ممانعت بیرته لیري کړي.

https://p.dw.com/p/4LWaf
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

د خارجه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کي، په کومو کي چي د امریکا متحده ایالاتو او جاپان وزیرانو هم برخه درلوده، راغلي دي، چي د طالبانو بې تفاوته او خطرناکه فرمان، د کوم پراساس چي د غیر حکومتي خیریه سازمانونو ملي او بین المللي ښځینه کارکونکي کارونو ته نه پریښول کیږي، ملیونونو افغانانو ته تاوان رسوي، د هغو چي ژوندي پاته کیدل یې په بشري کومکونو پوري تړلی دی. 
تر دې دمخه د ملګرو ملتونو سازمان هم د دغه ظالمانه ممانعت بیرته لیري کیدل غوښتي وه.