عیني شاهدان د رباني د وژل کیدو کیسه کوي
۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سهشنبهد ډول ډول راپورونو سره سره، یوې سرچینې ویلي، چې پر رباني برید کونکی د هغه د مرستيال، محمد معصوم ستانکزي، سره یو ځای د رباني کور ته راغلی و.
دغي سر چیني زیاته کړي، چې برید کونکی د رباني سره د لیدو لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د سولي د عالي شورا یوه غړي، فضل الکریم ایماق، ویلي، چې برید کونکي د طالبانو لخوا یو ځانګړی پیام درلود. هغه زیاته کړي، چې برید کوونکی یو ډیر د اعتماد وړ کس و.
د کابل د پولیسو جنایې امر، محمد ظاهر، چې د پیښی په سیمي کي حاظر وو خبریالانو ته ویلي، چې برید کونکی د سولي په پروسه کي د طالبانو استازی ؤ.
« دوو کسانو د طالبانو په استازيتوب له برهان الدین رباني سره خبري اتري کولي. د دغو کسانو څخه یوه یې په خپلي بګړۍ کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړی ول. دغه کس رباني ته ځان ورساوه او خپل چاودیدونکي مواد یې وچول. په دغي پیښي کې رباني ووژل سو او د ستا نکزي په ګډون څلور تنه نور ټپیان سول.»
ایماق ویلي دي، چي ستانکزي تر جلسې مخکي ویلي ول، چي برید کونکی او ملګری یې ډیر اعتباري کسان ول. هغه زیاته کړي:
«دوه کسان نن ماښام د رباني سره د کتو لپاره راغلل، چي ویل یې د طالبانو لخوا یو مهم پیغام لري. له دغو کسانو څخه یو یې د رباني په اوږه خپل سر کیښود او چاودیدونکي مواد یې، چي په لنګۍ کي یې ځای پر ځای کړي ول وچول. د دغه چاودني په پایلې کي رباني ووژل سو.»
د رباني یوه نږدي مرستیال د فرانسي خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي، چې برید کوونکي د رباني کور ته د ستانکزی په موټر کي راغلي ول:
«هغه وخت چي دوی د رباني کور ته راغلل، هغه په کور کې نه وو خو بیا وروسته راغلی. ستانکزی او دوه طالبان په دهلیز کي رباني ته منتظر ول. د دغو کسانو څخه یوه یې په خپلي بګړۍ کې چاودیدونکي مواد درلودل. هغه رباني ته غیږه ورکړه او خپل چاودیدونکي مواد یې وچول.»
د رباني د دغه مرستیال په وینا، برید کونکی وژل سوی خو د هغه ملګری په چاودنه کې ټپي سوی، چې د امنیتي ساتونکو لخوا نیول سوی دی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل