1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

عمران خان: په کشمیر کې د هند اقدامات مسلمانان افراطي کوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د جمعې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د هندوستان له خوا د مظاهرو ځپل به د نړۍ لا ډیر مسلمانان د افراطیت پر لور روان کړي. عمران خان دغه څرګندونې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3PYWK
Pakistan Islamabad  Rede Premierminister Imran Khan
انځور: AFP/A. Qureshi

د آزاد کشمیر په مرکز مظفر آباد، کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، وینا وکړه. هغه وویل: «زه غواړم هندوستان ته ووایم چې د په زرنو کسانو له برمته کولو سره، تاسو خلک د افراطیت پر لور ټیل وهی.»

تر دې مخکې هندوستان تر خپل ولکې لاندې کشمیر ځانګړی حالت له منځه ویوړ او په دې ترتیب سره یې په دغه سیمه کې د هندوستان د نورو برخو په څیر قوانین پلي کړل. اوس په دې سیمه کې د هندوستان پوځي حضور هم تر پخوا ډیر شوی دی.

عمران خان وویل: «خلک به د هندوستان پر ضد ودریږي. دا به یوازې د هندوستان مسلمانان نه وي. په نړۍ کې ۱،۲۵ میلیارده مسلمانان دي چې دغه وضعیت څاري.»

پاکستان د کشمیر په تړاو د هندوستان له وروستیو اقداماتو په غوسه شوی دی او پر نوي ډهلي یې سختې نیوکې کړې دي. هند او پاکستان دواړه ادعا کوي چې ټول کشمیر یې د خاورې برخه ده.

عمران خان وویل: «کله چې ظلمونه خپل وروستي سرحد ته ورسیږي، نو خلک به ذلت له ژوند څخه مرګ ته ترجیح ورکړي.«

(ms/nz (reuters