1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: په افغانستان کي د سولې پروسه لومړيتوب لري

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره تر ملاقات وروسته ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي پروسه لومړيتوب لري. ایرن او پاکستان غواړي په سرحدي سیمه کې د افراطي ډلو پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

https://p.dw.com/p/3HE1f
Pakistan PM Imran Khan trifft  Iran Präsident Hassan Rouhani in Tehran
انځور: Press Office/Prime Minister House

د پاکستان لومړی وزير عمران خان د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره تر ملاقات وروسته په يوه گډ خبري خبري کنفرانس کي ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي پروسه لومړيتوب لري.

هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د سولي او ثبات له ټينگښت پرته څوک کولای نه سي په ايران او پاکستان کي د کډوالۍ ستونزه حل او يا اقتصادي پرمختگ وکړي.

عمران خان ويلي دي چي په پاکستان کي ۲،۷ ميليونه او په ايران کي حتی ۳ ميليونه افغان مهاجر پراته دي. هغه ويلي دي چي د دواړو هيوادونو ايران او پاکستان په سیاسي او اقتصادي علاقمنديو کي لا دا نغښتې ده چي هرڅومره چي ژر کيږي په افغانستان کي سوله راسي.

د ترهگرۍ پرضد گډه مبارزه

د ايران جمهوررئيس حسن روحاني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دوشنبې په ورځ په تهران کي په یوه گډ خبري کنفرانس کي اعلان وکړ چي دواړه هيوادونه غواړي په سرحدي سيمو کي په گډه د ترهگرو پرضد مبارزه وکړي.

روحاني وويل: «زموږ د چټک غبرگون ځواکونه به په گډه په سرحدي سيمو کي د دغو ډلو پرضد وجنگيږي.» د تهران د معلوماتو له مخي د مخدرو موادو بانډونه او افراطي ډلي په تيرو څو کلونو کي په وارو وار تر گډ سرحد اوښتي او تروريستي عمليات يې کړي دي.

عمران خان هم ټينگار وکړ چي هيواد به يې پرې نږدي چي ترهگري ډلي د پاکستان له خاورې څخه گاونډيو هيوادونو ته گواښ سي.

روحاني تهران ته د عمران خان سفر له اسلام آباد سره په اړيکو کي نوی پړاو وباله. هغه وويل: «هيڅ هيواد نه سي کولای چي له پاکستان سره زموږ تاريخي او د ورورگلوۍ اړيکي زيانمني کړي.»

د روحاني په خبره د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ د پراخيدو د جزئياتو په اړه به په تهران کي د دوادړو هيوادونو د اړوندو چارو وزيران بحثونه ولري. هغه کومي شمېرې وړاندي نه کړې، خو تمه کيږي چي د معاملو حجم به لس برابره زيات سي.

N.Z/S.R(dpa)