1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: حکومت به مو په افغانستان کې د امن پوره هڅه کوي

۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د چهارشنبې په ورځ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه. په داسې حال کې چې یو شمیر ګوندونه په ټاکنو کې د درغلیو تور پورې کوي. عمران خان له افغانستان سره د ښو اړیکو یادونه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/327pr
Pakistan Islamabad PK Politiker Imran Khan
انځور: Reuters/PTI

په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د انتخاباتي حوزو تر تړل کیدو کابو ۲۴ ساعته وروسته لا هم رسمي پایلې نه دي اعلان شوي. ۶۵ کلن عمران خان په یوه تلویزوني وینا کې چې په ژوندۍ بڼه خپریده وویل: «خدای ماته چانس راکړی چې واک ته ورسیږم او هغه ایدیالوژي تطبیق کړم چې ۲۲ کاله ترمخه مې پیل کړې وه.»

خو د پخواني لومړي وزیر نواز شریف پلویان وایي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او په دغه هیواد کې پر دیموکراسۍ باندې یي وار بولي، چې د اوږدې پوځې واکمنۍ تاریخ لري.

له ګاونډیانو سره اړیکي

عمران خان په خپله وینا کې وویل «چې دا وخت موږ په بهرنۍ پالیسۍ کې ډیر چیلنجونه لرو. تر ټولو زیات چې کوم هیواد امن او ثبات ته اړتیا لري هغه پاکستان دی.» هغه زیاته کړه چې اوسمهال زموږ اقتصادي کړکیچ داسې دی چې غواړو له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکي ولرو، څو پر ملت جوړونه باندې تمرکز وکړای شو.

د عمران په خبره له ګاونډي هیواد چین سره به اړیکې لا پسې ژوري کړي. د هغه په خبره چین چې په پاکستان کې د سي پيک، کومه پروژه پیل کړې «موږ ته دا فرصت برابروي چې له هغې سمه ګټه واخلو او پاکستان ته پانګونه راولو. بل باید موږ له چین څخه د بې وزلو څخه د خلاصون چل زده کړو.» عمران خان دا هم وویل چې له چین څخه دا هم زده کولی شو چې څرنګه یې د فساد پر ضد مبارزه وکړه.

افغانستان

تر چین وروسته د ګاونډیو هیوادونو په نوملړ کې عمران خان د افغانستان نوم یاد کړ. عمران خان په خپله وينا کې وویل چې افغانستان په نړۍ کۍ هغه هیواد دی چې وګړو یې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه او د هغې څخه تر مخه د افغان جهاد په دوران کې تر ټولو ډیر تکاليف ګاللي دي.»

د عمران خان په خبره د افغانستان خلک امن ته اړتیا لري او تر هغې وروسته چې کوم هیواد په افغانستان کې امن غواړي هغه پاکستان دی. هغه زیاته کړه: «که په افغانستان کې امن وي، نو په پاکستان کې به هم امن وي. زموږ د حکومت به پوره کوښښ وي چې په افغانستان کې د امن راتلو له پاره هر ډول هڅي وکړي.» عمران خان وویل چې هیله لري له افغانستان سره داسې اړیکي ولري چې د یو او بل تر منځ د اروپایی اتحادیې په شان پرانیستي پولې ولري.

عمران خان په خپله دغه وینا کې له امریکا متحدو ایالاتو سره هم د اړیکو یادونه وکړه. هغه وویل چې غواړي له متحدو ایالاتو سره داسې اړیکي ولري چې «د دواړو هیوادونو له پاره ګټورې وي.» د هغه په خبره له بده مرغه تر اوسه اړیکې یو طرفه وې. هغه وویل چې له امريکا متحدو ایالاتو سره به د متوازنو اړیکو جوړولو له پاره هڅې وکړي. عمران خان همداشان له ایران، سعودي عربستان او له ګاونډي هیواد هند سره د اړیکو د لا ښه کولو هوډ وکړ.

که څه هم لا تر اوسه پوري د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پایلې اعلان کړي نه دي، خو د غیر رسمي او لومړنیو پایلو له مخې د عمران خان ګوند تر نورو مخکې دی.

د نواز شریف پاکستان مسلم لیګ او همداشان پاکستان پيپلز ګوند ویلي دي چې د رای اچونې په ډیرو مرکزونو کې د دوی استازي د رایو د شمیرولو پر وخت ایستل شوي دي او د حوزي رسمي نتایج نه دي ورکړل شوي. عمران خان په ټاکنو کې د ټولو درغلیو د څیړولو وړاندیز کړی دی او ویلي یې دي چې پخپل مشرتوب متحد هیواد غواړي.