عصري، مناسب او ښايسته: د مسلمانو ښځو د جامو نندارتون
اسلام او د نوي عصر مود، په لویدیځه نړۍ کې د یو شمیر ډلو له پاره یو د بحث وړ موضوع ده. پر دې موضوع د امریکا په فرانسسکو ښار په دي ينګ موزیم کې یو نندارتون په لاره اچول شوی دی. دغه نندارتون د شنبې ورځې راهیسې پيل شوی.
نوي او ښايسته
په دې ينګ موزيم کې د مسلمانانو ښځو په مود برابرې جامې چې زړه راښوونکي ډيزاينونه لري، نندارې ته ايښول شوی دي. په مسلمانو هیوادونو کې له وریښمو او هندارې لرونکو غمیو څخه د جوړو شویو جامو مود زیات دی. دا نندارتون د شنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې په ۲۲ پیل شوی او د ۲۰۱۹ م کال د جنورۍ تر ۶ نیټې پورې به دوام پیدا کړي.
له جکارتا څخه تر نیویارکه پورې
له مالیزیا هیواد څخه ډیان پيلانګي، هم د مسلمانو ښځو له پاره به مود برابرې جامې لویديځوالو ته ور ؤ پيژندلې. د دې ځوانې ډیزاینرې له خوا جوړ شوي ډیزاینونه په لندن، ميلان او نیویارک کې د نارينه او ښځينه ماډلانو له خوا نندارې ته وړاندې شوي دي.
سیاسي پیغام
د دي ینګ موزیم نندارتون په اصل کې د اسلام څخه د وېرې موضوع هم مطرح کړې ده. پر یوه جمپر د امریکا د قانون لومړۍ ماده له عربي ژباړې سره لیکل شوی ده. د امریکا د قانون دغه ماده د مذهب آزادۍ ضمانت کوي.
د ترمپ له خوا پر مسلمانانو د بندیز یو ځواب
سيلين سیمعان خپل ډېر ډيزاينونه د سياسي پېغامونو د ورکړې له پاره کاروي. هغې په خپل څادر یا پړونې کې د Banned یا منع او بندیز کلیمه په څرګندو الفاظو لیکلي دي. په یو شمیر زړوکو د داسې هیوادونو د سټلایټ په وسیله د نقشو اخیستل شوي انځورونه ښکل شوي دي، کوم چې د ترمپ له بندیزونو اغیزمن شوي دي. هغه نجلې چې په انځور کې لیدل کیږي یوه ایراني الاصله امریکایې ده.
سپورتي فیشن
په دې نندارتون کې په سپورت پورې اړوندې جامې هم نندارې ته ایښودل شوي دي. په دې کې د نایکي حجاب او د احده زانیټي شخړیز بورکينې (د مسلمانو ښځو له پاره د لامبو ځانګړې جامې) هم شاملې دي. بورکينې په ۲۰۱۶ م کال کې په فرانسه کې د لنډمهاله بندیز سره هم مخامخ شوې وه.
د منهدسۍ سمبوليک ځواک
د دي ینګ موزیم د نندارتون تالار د حریرې اینډ حریري مشهور ساختماني شرکت ډیزاين کړی دی چې دوه ايراني الاصله خوېندې یې چلوي. دا نندارتون به د فرانکفورت او ميلان په ښارونو کې هم جوړ کړای شي.
ټولنیزې رسنۍ: د څرګندونو ځای
يو شمير بلاګرانو، د مود مجلو او په دې برخه کې فعالانو ځانونه د مسلمانانو مود ته ځانګړي کړي دي. د دي دينګ په دې نندارتون کې هم د نړۍ د مسلمانانو د نوي مود مختلف اړخونه نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندارتون به د جنورۍ تر ۶ نیټې پورې دوام ولري.