عرب لیگ د سوریې د اپوزیسیون نوی ائتلاف په رسمیت وپیژند
۱۳۹۱ آبان ۲۳, سهشنبهاعلان
عربي لیگ او خلیجي هیوادونو د سوریې د اپوزیسیون له خوا نوی اتحاد په رسمیت پیژندلای دی. د مصر هیواد په پلازمینه قاهره کې د عربي لیگ د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته دغه ټولنې خبر ورکړی دی چې له دې وروسته «د سوریې د انقلاب او اپوزیسیون د ډلو په نوم ملي ائتلاف» به د سوریې د هیواد قانوني استازی او د عربي هیوادونو سره د خبرو اترو مهم لوری وي.
پر دې سربیره د خلیجي هیوادونو د همکارۍ شوری شپږ تنو غړو هم د اپوزیسیون د بلاک څخه د ملاتړ خبره کړې ده. د یکشنبې په ماښام د سوریې د اپوزیسیون بیلا بیلو ډلو په قطر کې یو ائتلاف جوړ کړ. د دغه ائتلاف مشر یو اسلامي روحاني عالم احمد موعظ الخطیب، ټاکل شوی دی.