1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عربي متحده اماراتو ته د اسرائيل د ولسمشر سفر

۱۴۰۰ بهمن ۱۰, یکشنبه

د اسرائيل ولسمشر د يکشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته په خپل لومړني رسمي سفر کې د ابوظبي له ولیعهد سره ملاقات وکړ. تیره میاشت د اسرائيل صدراعظم هم د فارس خلیج دغه هیواد ته سفر درولود.

https://p.dw.com/p/46Hmm
Abu Dhabi Israel Präsident Herzog Staatsbesuch
انځور: Amos Ben-Gershom/Government Press Office/REUTERS

د اسرائيل ولسمشر، اسحاق هرتزوګ په داسې وخت کیږی متحده عربي اماراتو ته تللی چې په سیمه کې وضعیت ترینګلی شوی دی. خو د هغه سفر د اسرائيل او اماراتو تر منځ د ژورو مناسباتو نښه بلل کيږي.

اسرائيل او متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۰ کال په مني کې په خپلو کې د ديپلوماتیکو اړیکو پر عادي کیدو سلا شول. دغه اقدام د امریکا متحده ایالاتو په منځګړيتوب د اسرائيل او عربي هیوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړیکو د عادي کیدو تړونونو یوه برخه وه کوم چې د اسرائيل او فلسطين تر منځ د لسیزو شخړو په دلیل موجود نه وو.

اسوشتید پریس له عربي متحده ایالاتو څخه لیکي چې اسحق هرتزوګ په خپل سفر کې د شهزاده شیخ محمد بن زاید النهیان په ګډون د متحده عربي اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د WAM دولتي خبري آژانس له قوله ويل شوي دي چې د اسرائیل ولسمشر له پاره په ماڼۍ کې د اسرائيل ملي سرود په غږولو او د توپونو په وارولو سره هرکلی وشو.

Israel  Isaac Herzog
تمه ده چې هرتزوګ به په دغه سفر کې په متحده عربي اماراتو کې د یهودیانو له غړو سره هم وګوري انځور: Justin Ng/Avalon/picture alliance

تمه ده چې هرتزوګ به په دغه سفر کې په متحده عربي اماراتو کې د یهودیانو له غړو سره وګوري او همدارنګه د ۲۰۲۰ ایکسپو یا نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړي. اسرائيل په دغه نندارتون کې خپله غرفه لري.

د اسرائیل په پارلماني سیستم کې چې واک تر ډیره د صدراعظم په لاس کې دی، ولسمشر په کې تشریفاتي رول ادا کوي.

تیره میاشت د اسرائيل صدراعظم، نفتالي بِنِت، هم د فارس خليج دغه هیواد ته خپل لومړنی رسمي سفر درلود. هغه په دغه سفر کې له شیخ محمد سره يې په یو شمیر برخو کې د دوه اړخیزو روابطو پر غښتلي کیدو خبرې اترې کړې وې.

د متحده عربي اماراتو چارواکو هغې ماڼۍ ته چې د میلمنو له پاره په نظر کې نیول شوي وو، خبریالان نه دي غوښتلي او نه هم کوم خبري کنفرانس پلان شوی دی.

د ملاقات په تړاو خبرونه یوازې د حکومتي رسنۍ له لارې د محتاطانه اعلامیو له طریقه ورکړل شوي دي. دا هم ویل شوي چې اسرائيل هم په دغه سفر کې له ځان سره اسرائيلي ژورنالیستان نه دي راوستلي.

د اسرائيل ولسمشر له خپل پرواز څخه لږ د مخه وويل چې په خپل ملاقات کې «له اسرائيل څخه عربي متحده اماراتو او د سيمې ټولو خلکو ته د سولې پيغام» وړي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.