عربستان د ۱۰۰ ميليارده ډالرو په لکښت نوی ښار جوړوي
۱۳۹۴ خرداد ۳, یکشنبه
دغه ښار چي د «ملک عبدالله اقتصادي ښار» نوميږي په پلان کي ده چي د سعودي عربستان د اقتصادي مرکز جدې په شمال سل کيلومترۍ کي، سره درياب ته نژدې جوړ سي.
سره سمندر ته نزدې د دغه ښار د جوړولو هدف د سوداگريزو مالونو د انتقال اسانتيا ښوول سوې ده. د دغه ښار د جوړونکو په وينا دغه ښار به ډېر ژر په يو ستر سيمه ييز او نړيوال بازار بدل سي.
د دغه ښار بندر ته به له کاله ۲ ميليونه او ۷۰۰زره کانتينره رسيږي چي يوه ورځ به د نړۍ يو له لسو سترو بندرونو څخه وي.
د دغه ښار د جوړولو شرکت مشر فهد الرشيد ويلي دي چي په دغه ښار کي به صنعتي پارکونه، روغتونونه، ښوونځي او د لوبو ميدانونه جوړ سي.
دغه شرکت چي د ملک عبدالله اقتصادي ښار جوړوي په دبی کي ئې د نړۍ تر ټولو هسکه ودانۍ «خليفه برج» هم جوړه کړې ده.
ويل کيږي چي دغه پروژه د هغه پلان يوه برخه ده چي په سعودي عربستان کي د نفتو زېرو تر ختمېدو وروسته خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.