1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق: يوه ترافيکي پېښه کې د افغانانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

په عراق کې ۱۸ تنه چې ډېری يې ايراني او افغاني زايرين دي، د يوې ترافيکي پېښې يا ټکر له کبله مړه شوي دي. دغه خبر د عراق دولتي خبري آژانس اينا ورکړی دی او زیاتوي چې په دې پیښه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4VseW
اعراق کې ترافیکي پیښه
اعراق کې ترافیکي پیښهانځور: Bronwen Weatherby/PA/AP Photo/picture alliance

په عراق کې د چارواکو په خبره په دغه ترافيکي پېښه کې د ۱۸ وژل شوو کسانو تر څنګ ۱۵ تنه ټپيان شوي هم دي. ټکر د عراق د دولتي خبري آژانس اينا (INA) او د روغتيايي خدماتو د مشر، خالد برهان په حواله پر داسې سړک شوی چې د عراق په شمال کې، د صلاح الدين په ولايت کې دوه ښارونه، دجيل او سمرا سره وصل کوي.

دغه ځای د عراق پلازمېنې شمالي بغداد لوري ته پروت دی. برهان دا هم وويل چې په پېښه کې ډېری وژل شوي کسان ايراني زيارت کوونکي او دوه تنه افغانان دي. خو د ټکر د جزئياتو په هکله یې څه نه ويلي دي.

د روغتيايي ادارې يوه چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط ويلي چې دوه کوچني بسونه د نيمې شپې پرمهال ټکر شوي دي. د عيني شاهدانو په خبره داسې ښکاري چې يو چلوونکی يې ويده شوی وو چې له کبله يې سرويس مقابل خط ته اوښتی دی. د دواړو بسونو چلوونکي په ياده پېښه کې مړه شوي دي.

د روغتون يوه کارکوونکي وويل چې په مړو شوو کسانو کې ۱۴ ايرانيان او دوه افغانان هم شامل دي. کال په کال د عراق کربلا ښار ته د ايرانيانو په شمول ډېر نور شيعه مذهبه مسلمانان د زيارت په موخه سفر کوي.