عبدالله: د ولسمشیزو ټاکنو لومړۍ پایلې نه منو
۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبهد عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان لږ وروسته غبرګون ښکاره کړ. دغې سیاسي ډلې اعلان کړی دی چې د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنې پایلې ورته د منلو وړ نه دي.
د ثبات او همپالنې په اعلامیه کې راغلي دي: «غواړو په روښانه او څرګند ډول یو وار بیا د هیواد اتباعو، د ثبات او همپالنې ټیم ملاتړ کونکو، ټاکنیزو کمیسیونونو او د افغانستان نړیوالو متحدینو ته اعلان وکړو چې د ثبات او همپالنې ټیم پر درغلیو ولاړې پایلې بی له دې چې د دې جریان قانوني غوښتنو ته رسیدګي وشي، نه مني.»
نوموړي ټیم د خپلې اعلامیي په یوه برخه کې ادعا کړې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنې پایلې تر ۳۰۰۰۰۰ ډیرو باطلو او مشکوکو رایو ته له رسیدګۍ پرته اعلان شوي دي.
دغه ډله وایي چې د افغانستان د ۷ ولایتونو د رایو د بیا شمیرنې پر سر توافق یي د حسن نیت په اساس کړی وو، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون بی له دې چې د خلکو اعتراضونه په پام کې ونیسي د انتخاباتو د لومړنیو پایلو تر عنوان لاندې د ارقامو په اعلانولو سره یو غیر قانوني او جانب دارانه بهیر ته ادامه ورکړې دی.
دویچه ویله دری/ش.ن/ا.ا