1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: بين الافغاني مذاکرات به په سبتمبر کې پېل شي

۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبه

د سولې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبري اترې په سپتمبر میاشت کې پېل شي. د دغو خبرو د پيل څو ځلي ځنډيدلی دی.

https://p.dw.com/p/3haOl
Schweiz Weltwirtschaftsforum in Davos - Abdullah Abdullah
انځور: picture-alliance/Keystone/L. Gillieron

رويترز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د اگست ۲۷ نیټه) د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله له قوله ويلي چې هيواد یې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دی. هغه دیپلوماتيکه پروسه چې د افغانستان له لسیزو راهيسې د روانې جگړې د ختمولو له پاره ورته اړتيا ليدل کيږي.

عبدالله ويلي دي چې افغان چارواکي له سپتمبر میاشتې څخه دغه مذاکراتو ته چمتو دي.

نوموړي دا څرگندونې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره تر يوه تليفوني تماس وروسته کړي دي. د عمران خان د فيسبوک د رسمي پاڼې په حواله په دې خبرو اترو کې دواړو مشرانو د بين الافغاني خبرو پر پېلولو ټينگار کړی دی. عمران خان ويلي ول چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي مذاکرات بايد ژر تر ژره پېل شي.

اړونده موضوع:اشرف غني: د باعزته سولې له پاره مو ټول شرایط برابر کړي

نوموړي په دې ترڅ کې ويلي دي چې د افغانستان اوږده جگړه پوځي حللاره نه لري او دا جگړه بايد د خبرو اترو له لارې يوه سياسي حل ته ورسيږي. هغه په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پر پياوړي کولو ټینگار کړی وو.

دمگړۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په پام کې نيول شوي خبري اتري د طالبانو د پاتې بنديانو د آزادو پر سر لانجې له کبله ځنډيدلي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ډله د خبرو اترو ميز ته دواړو خواوو د کښينولو له پاره هلې ځلې کوي څو دوی خپل منځي اختلاف ختم کړي او د امريکا د تاريخ دا ټولو اوږده جگړه ختمه کړي.

bs/nz (Reuters)