مشهور ټولنیز فعال عبدالستار ایدهي له نړۍ سره مخه ښه وکړه
۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبهعبدالستار ایدهي د څو کلونو راهیسې د پښتورگو له تکلیف څخه رنځ وړه. هغه ته څو واره د پاکستان د مرکزي او ایالتي حکومتونو له خوا د درملنې له پاره بهرنیو هیوادونو ته د استونې وړاندیز وشو، خو هغه هر وار په خپل هیواد کې دننه علاج کولو ته ترجیح ورکړه.
د هغه درملنه په پاکستان کې د پښتورگو د ناروغیو اړوند يو روغتون کي جریان درلود. کله چې به یې روغتیایې وضعیت لږ څه ښه شو، نو بیا به خپل کور ته انتقالیده. خو د جولای میاشتې په پنځمه د هغه روغتیاې وضعه یو وار بیا خرابه شوه او له کوچني اختر څخه یوه ورځ تر مخه روغتون ته انتقال کړای شو. د مخ پر خرابیدونکي روغتیایې وضعیت له امله ډاکټرانو ورته مصنوعي تنفس توصیه کړ.
د هغه معالج ډاکټر ادیب رضوي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ایدهي د عمر د زیاتوالي تر څنگ کمزورې شوی هم وو. هغه د وینې د فشار تر څنگ د شکرې پر ناروغۍ هم اخته وو چې له امله یې د گردو پیوند ممکن نه وو.
له نن څخه ۵۰ کاله مخکې د انسانیت د خدمت کولو دغه څراغ روښانه کونکي، پرته د ژبني، نژادي او مذهبي توپیر څخه د بشریت د خدمت کولو داسې یو مثال قایم کړ چې نن نه یوازې په پاکستان، بلکې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د سلگونو بشري فعالانو له پاره سرمش گرځیدلی دی.
عبدالستار ایدهي، یو غیر شخړیز شخصیت وو چې له امله یې د هر چا په زړه کې یې یو شان ځای درلود.
د روژې په مبارکه میاشت کې د هغه د ناروغۍ د زیاتیدو پر مهال د پاکستان پيپلز گوند مشر بلاول بهټو زرداري، د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان، او د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک، د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان، د سنده وزیر اعلیٰ سید قائم علي شاه، او یو شمیر نور پاکستاني سیاستوال د هغه پوښتنې ته ورغلل او هغه ته یې د درملنې له پاره بهرنیو هیوادونو ته د استولو وړاندیز وکړ، خو ایدهي د پخوا په څیر له خپل هیواد څخه د باندي علاج کولو له پاره امادگي ونه ښودله.
د عبدالستار ایدهي زوی او د ایدهي فاونډیشن یا خیریه ټولنې مشر فیصل ایدهي وایې چې پلار یې د بشریت له پاره نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي دي، له همدې امله نه یوازې په پاکستان، بلکې په ټوله نړۍ کې ورته د احترام په سترگه کتل کیږي.
فیصل ایدهي وایې چې پلار یې په خپل ژوند کې د خپل بدن ټول غړي هدیه کړي ول، خو د عمر د زیاتوالي او زړښت له کبله یې یوازې سترگې د یو بل انسان له پاره کاریدلی شي.
فیصل زیاته کړه چې د پلار هیله یې دا وه چې د کراچي ښار ته نږدې ایدهي ولیج کې خاور ته وسپارل شي. هغه له نن څخه ۲۵ کاله مخکې په همدې کلي کې ځان ته قبر هم جوړ کړی وو.