عباس، له اسرائيلو سره د اړيکو قطع کولو پټکه کړې
۱۳۹۳ دی ۳, چهارشنبه
د فلسطينيانو مشر محمود عباس د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۲۳مه) ويلي دي، چي که د عربي ټولني او فلسطينيانو له خوا ملگرو ملتونو ته وړانديز سوې قطعنامه کومه نتيجه ور نه کړي؛ له اسرائيلو سره به ټولي اړيکي وځنډوي.
د دغي قطعنامې موخه د فلسطين او اسرائيلو د دوو جلا جلا خپلواکو دولتونو جوړول دي.
د آلمان خبري آژانس د يوه راپور له مخي، محمود عباس دغه خبري په الجزاير کي د سفر پرمهال کړي دي. هغه ويلي دي: «د قطعنامې نه تصويبول او له اسرائيلو سره د اړيکو بندولو پړه به د اشغالگرو قواوو پر غاړه وي.» د عباس په خبره، دابه د «سولي ټينگلو» په برخه کي د امنيت شورا وروستی چانس وي.
تيره اوونۍ د فلسطينيانو له خوا د دغي قطعنامې ليکل سوې خاکه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندي سوه. په دغه قطعنامه کي د اسرائيلو له خوا د «فلسطيني سيمو د اشغال» د بندېدو غوښتنه سوې ده.
د دغي قطعنامې خاکه لیکوونکو غوښتي دي چي اسرائيل دي بيرته د ۱۹۶۷م کال سرحدونو ته پرشا سي. او دغه کړکېچ ته دي يوه د حل لاره وموندل سي.
د فلسطينيانو غوښتنه دا ده چي د اردن رود په لوېديځه غاړه او غزې تراډه کي خپلواک حکومت جوړ کړي او د بيت المقدس ختيځ خپله پلازمېنه اعلان کړي. دا هغه سيمي دي چي اسرائيلو د ۱۹۶۷م کال په جنگ کي نيولي دي.
که دغه قطعنامه تصويب سي، اسرائيل بايد په يوه کال کي د «فلسطيني سيمو اشغال» پای ته ورسوي او خپل لښکر د ۲۰۱۷م کال تر نيمايي پوري له دغو سيمو څخه وباسي. خو د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي هم اسرائيل او هم امریکا متحد ايالات چي د وتو حق لري، په زغرده له دغي قطعنامې سره خپل مخالفت اعلان کړی دئ.
اسرائيل وايي «د دوو بېلو خپلواکو دولتونو» نظر مني او د يوه خپلواک او دیموکرات فلسطيني دولت له جوړولو سره موافق دی، خو دا به ونه مني چي د ۱۹۶۷م کال و سرحدونو ته پرشا سي.