1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عباس ستانکزی: د فساد د مخنیوي حل لاره د ښوونځیو تړل نه دي

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وایي ښځو او نجونو ته باید د زکړو حق ورکړل شي. د فساد د مخنیوي حل لاره د ښوونځیو تړل نه دي.

https://p.dw.com/p/4BhYi
Afghanistan I Die Führung der Taliban
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

شیر محمد عباس ستانکزي چې  نن یکشنبه (د مې په ۲۲) د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد اختر منصور د شپږم تلین په مراسمو کې خبرې کولې وویل: »ښځې د افغانستان نیمایي برخه ده باید حق یې ورکړل شي او له ښوونځي راګرځول یې د حل لاره نه ده.»

نوموړي د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه او وویل: «ښځې به اسلام چیرې زدکوي خو په مدرسه او ښوونځي کې یې باید زدکړي.«

ښاغلي ستانکزي وویل دا د حکومت دنده ده چې د فساد مخنیوی وکړي، خو «په یو ځای کې فساد پیښیږي له دې امله خو نشي کیدای چې نیمه ټولنه له خپل حق بې برخې شي.»

د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې یواځې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځي ته ځي او تر هغې پورته سلګونه زره نجونې له ښوونځیو پاتي دي.

طالبانو وړاندې ویلي وه چې دغه ښوونځي به تر امر ثاني تړلي وي.

دغې پریکړې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.

اوچا: زده کړو ته د نجونو لاسرسی د افغانستان یوه جدي اړتیا ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځې له ډیرو شرعي حقونو بې برخې دي.

 نوموړي زیاته کړه: »له کلونو راهیسې په کلیو او بانډو کې له حقونو نه بې برخه دي. تر اوسه کونډه او پیغله په خپله خوښه واده نه کوي، که ښځه میراث غواړي نو ورته نه ورکول کیږي او خلک ورپورې خاندي.«

ستانکزی چې دا ډیره موده د طالبانو له سیاسي ناستو لرې وو، څو ورځې مخکې بیرته افغانستان ته راستون شو.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر طالبانو غږ وکړ چې له خلکو سره په چلن کې له زوره کار وا نه خلي.

عباس ستانکزی دا خبرې داسې مهال کوي چې طالبان ورځ تر بلې پر ښځو محدیتونه ډیروي. په وروستي اقدام کې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له ښځینه خبریالانو غوښتي چې د تلویزون پر مخ دې ماسک یا نقاب اغوندي.

د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي له سراج الدین حقاني سره کتلي