عام وگړي: د هيرويني فابريکې بندي کړي
۱۳۸۹ بهمن ۴, دوشنبهددغه سيمو اوسيدونکو له سرحد ي ساتونکو غوښتنه کړې چي بايد پر ضد يي عمليات ترسره کړي او دغه فابريکي له منځه يوسي.
د اچين يو تن اوسيدونکي شريف خان المان ږغ ته وويل چي:« پدې فابريکو کي لوړ پوړي دولتي چارواکي لاس لري او مفادات تري په لاس ورځي.»
هغه وايي، يا خو دولت دومره کمزوری سوي چي نور نو د ټينګي نه دي او ياهم دولتي چارواکي د فابريکو په ګټو کي شريک دي.
د سيمي يو بل اوسيدونکي محمد اسماعيل هم له دولته غوښتنه وکړه چي بايد د هيروينو د فابريکو او قاچاقبرو پرضد جدي ګامونه واخلي .
د ختيزو ولايتونو د سرحدي پوليسو چارواکي دا مني چي پدغه غرنيو سيمو کي د هيروينو يو شمير فابريکي شتون لري خو دا نه مني چي ګوندي دوی يي په لمنځه وړلو کي پاته راغلي.
د ختيځ ولايتونو د سرحدي پوليسو قومندان جنرال اميرخيل پدې اړه المان ږغ ته وويل:« د هيروينو فابريکي شتون لري خو موږ هڅه کړي له منځه يي يوسو او تر ډير بريد په خپلو چارو کي بريالي سوي هم يو.»
دا په داسي حال کي ده چي څه موده د مخه د ننګرهار د اچين د سرحدي ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ناټو او روسيې ځانگړو ځواکونو په گډو عملياتو کي د هيروينو يو شمېر فابريکې له منځه يو وړې.
ترعملياتو وروسته د ولسمشر کرزي په شمول يو مشير لوړ پوړو افغان چارواکو يادونه کوله چي دغه عمليات ددوی له مشورې پرته ترسره سوي دي.
شمعه احمدزۍ/ جلال آباد
کتونکی: نجيب الله زيارمل