1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

طالبان: که په سیمو کې مو کرونا خپره شي، اوربند کوو

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس د خپریدو په صورت کې اوربند ته چمتوالی ښولی. طالبان د افغانستان په ډیرو لیرو پرتو سیمو کې حضور او یا پرې نفوذ لري.

https://p.dw.com/p/3aKpV
Afghanistan Taliban-Kämpfer in Farah
انځور: picture-alliance/AP Photo

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د شخړې پر اړخونو باندې غږ کړی وو چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره دې اوربند ته غاړه کښيږدي او ځان دې  د افغانستان بیلابیلو برخو ته د مرستې پر رسیدو ډاډه کړي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد،‌ اسوشیتد پرس خبري‌آژانس ته ویلي‌دي: ‍‍«که خدا مه کړه ویروس په هغه يوه سیمې کې خپور شي زموږ تر کنترول لاندي دي،‌نو موږ به په هغې سیمې کې جګړه و دروو.»

طالبانو دا هم ویلي‌دي‌ چې که مرستندویه او روغتیایي کارکوونکي د دې ډلې تر کنترول لاندې سیمو ته د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره مرستې رسوي، ‌دوی یې د امنیت ضمانت کوي.

خو لا روښانه نه ده چې طالبان په یوې سیمې کې د کرونا ویروس تر څومره پیښو وروسته اوربند کوي. افغان حکومت هم تر اوسه پورې د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګونه نه دی ښوولی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تائید شوې پیښې د ۲۰۰ په شاوخوا کې دي او تر اوسه پورې دې ویروس ۲۴ تنه وژلي دي. ‌د همدې اوونۍ په پیل کې افغان حکومت د کابل په ګډون ځينو ښارونو کې ګرځبند نافذ کړ چې د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

ټر ټولو زیاته اندیښنه تر ۲۰۰ زرو هغو ډیرو افغانانو  په اړه ده چې په همدې ورځو کې له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي‌دي. په ایران کې د کرونا ویروس ډیر خپور شوی نو کیدای شي چې د ستنو شویو کسانو په ډله کې هم په دې ویروس اخته خلک موجود وي.

طالبانو په خپلو «وتس آپ» ګروپونو داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په کې سپین چپن لرونکي کسان خلکو ته ماسکونه او صابونونه ورکوي.‌طالبانو ویلي دي چې دا یې په کندز ولایت کې د روغتیایي کمیسیون غړي دي چې خلکو ته کور په کور روغتیایي معلومات رسوي.‌دې ډلې دا هم ویلي دي چې ځايي اوسیدونکی معاینه کوي او په ویروس اخته شکمن کسان قرنطینوي.