1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په ډهلي کې د افغاتستان سفارت بیا پرانستل شوی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

طالبان وايي چي په ډهلي کي يې د افغانستان سفارت بيرته پرانيستی دی. هند په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې په ډهلي کې په دایمي توګه خپل فعالیت بندوي.

https://p.dw.com/p/4ZZsl
په هند کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په هند کې د افغانستان د سفارت ودانۍانځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان له ملي تلویزیون سره، چې د طالبانو په کنټرول دی، په یوه مرکه کې وویل، چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت بیا پرانستل شوی او په راتلونکو دوو ورځو کې به د مراجعینو له پاره خدمات هم پیل کړي.

هغه وويل چې د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسلان ډهلي ته رسېدلي دي او سفارت یې بیا پرانستلی دی: «په ممبۍ او حیدراباد کې موږ قونسلګرۍ لرو، هغه دواړي فعالې دي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي. هره ورځ کونسل خدمات وړاندې کوي. همدا اوس زموږ د ممبۍ او حيدراباد قونسلان، دواړه په ډهلي کې دي، په سفارت کې دي، ما ورسره په تیلفون خبرې وکړې، سفارت یې بېرته خلاص کړی دی.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزیانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

ستانکزی وایي، په ممبی او حیدراباد کې افغان قونسلان د سفارت د تخنیکي برخې په ارزونه بوخت دي چې تر راتلونکو دوو او دریو ورځو پوري به په ډهلي کې د افغانستان سفارت د مراجعینو له پاره هم خدمات  پیل کړي.

څو ورځې وړاندې په ډهلي کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې د هند حکومت او د طالبانو ادارې د فشارونو له امله په دغه هېواد کې په دایمي توګهخپل فعالیت بندوي.

سفارت په یوه اعلامیه کې چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت له رسمي فیسبوک پانې خپره شوې وه، لیکلي ول چې د هند حکومت د افغان ډیپلوماټانو ویزې تمدید نه کړې او دغه راز یې ورسره هر راز همکاري درولې ده: «له بده مرغه، له اتو اونیو انتظار سره سره، د ډیپلوماټانو ویزې تمدید نه شوې او د هند حکومت په چلند کې بدلون رانغی، د طالبانو او هند حکومت له خوا پرله پسې فشارونو سره چې له کنټروله وتلي وو، سفارت له یوه ستوونزمن حالت سره مخامخ کړ.»

آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟

په بهر کې یو لوړ پوړي افغان ډیپلوماټ چې سفارت یې په کابل کې د طالبانو ادارې سره په تعامل کې دی، دویچه ویله ته تائید کړه چېهند له کابل سره منلې ده، چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت بیا پرانیزي.

دغه ډیپلوماټ چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وایي چې هند د طالبانو له ادارې سره له کابله د نويو ديپلوماټانو ورلیږل نه دي منلي: «زما معلومات دا دي، چې هند له کابل سره منلې ده چې سفارت دې پرانیزي، خو له کابل څخه به دیپلوماټان نه ورلیږل کیږي او په هند کې له شته دیپلوماتانو سره به سفارت فعاله کیږي. هند ته دا مهمه ده او نه غواړي چې په ډهلي کې د افغانستان سفارت وتړل شي.»