1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په خوست کې ديني عالمانو ته عدلي او قضايي واک ورکوي

۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

طالبان وايي په خوست کي يې داسي شورا جوړه کړې ده چې د سياسي او قومي مسايلو ترڅنګ به حقوقي مسايلو ته هم رسيده ګي کوي. خو ځيني ځايي اوسېدونکي د خپلو تجربو له مخي وايي چي په دغه شان شوراګانو کي پريکړي په پيسو کیږي.

https://p.dw.com/p/46Dtd
Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
انځور: DW/M. F. Zahir

طالبانو  په خوست کې  د دیني عالمانو یوه څلوېښت کسیزه شورا جوړه کړې ده. د خوست له پاره د طالبانو والي ویاند مولوي اخترمحمد عکرمه دویچه ویله ته وویل چې په دې شورا کې یې د ولایت له بېلابېلو سیمو دیني عالمان راټول کړي چې د خوست په کچه به د لویو ستوونزو، قومي شخړو او د خلکو ترمنځ د دعوو او لانجو د هواري په اړه به د پریکړو صلاحیت ولري.

هغه وويل: «دا د اسلامي امارات یو پلان دی چې داسې شوراګانې به جوړیږي. دا شورا به پر عمومي وضعیت کار کوي، د قومونو او قبیلو ترمنځ جګړې، نور مسایل او دعوې او یا نورې امنیتي مسلې دي، چې دا به د دې شورا له لوري حل کیږي.»

عدالت ته د رسیدنې او ستوونزو ته د هواري له پاره د دې شورا جوړیدو ته خلک بېلابېل غبرګونونه لري. یو شمېر یې پر ځای اقدام بولي خو ځینې یې بیا بې عدالتیو ته د نوي لارې خلاصیدل بولي.

د عدلي او قضايي ادارو ترڅنګ به د دغه شان يوې ادارې جوړول به حقوقي مسايلو ته د رسېدګۍ په برخه کي ستونزي نوري هم زياتي نه کړي؟

د خوست ولايت ځيني اوسېدونکي د خپلو تجربو له مخي وايي چي په تير کي هم دغه شان شوراګانو ښه نتيجه نه ده ورکړې او بې عدالتۍ پکښې ډېري وې.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکي نعمت الله دویچه ویله ته وویل چې په دغه شان شوراګانو کې تل په غوړو ډوډۍ او ډبل پیسو اخیستو سره مرکې اوږديږي او بیا وروسته پریکړه د هغه چا په ګټه کیږي چې پیسې او زور ولري.

نوموړي وویل: «زه او ډېر خلک د قومي جرګو او یا د ملایانو جرګو کار او پریکړو ته خوشبین نه يوو. مخکې هم موږ دا جرګې تجربه کړې دي چې د دوو قومونو یا کورنیو ترمنځ به ستوونزه وه، جرګو به پریکړې یوې او بلې ورځې ته غځولې، ځکه چې مېلمستیاوې به پکې وې او په جرګو کې به له خلکو د خالوت په نوم مشرانو پیسې اخیستلې.»

د خوست دغه اوسیدونکی غوښنه کوي چې طالبان دې د ښه عدالت د تامین له پاره په عدلي او قضایي ارګانونو کې پاک خلک ځای پر ځای کړي، ځکه چې د دې ارګانونو پریکړې د تطبیق وړ دي او قانوني بڼه لري.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی استاد ودیر صافی وایي چې طالبان یوه مذهبي ډله ده او هر څه د شریعت له نظره سنجوي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې د میراث او قصاص په اړه له پریکړو پرته څو کسان نه شي کولی چې کښېني او د تحقیق له پروسې پرته پریکړې وکړي او دا کار خپله منفي اغېزې لري او لانجې به د هواري پر ځای لا پسې لانجمنې کړي.

نوموړی وایي: «د وخت په تیریدو سره هغه پریکړې تحقیقي، قراردادي، سوداګریزې، مدني موضوعات او د حق له نظره بغیر د میراث او بغیر له قصاص نور ټول مسایل به په اوسنیو قوانیو چې موجود دي اجرا کیږي.»

خو د خوست د اسماعيل خېلو والسوالۍ يو اوسېدونکی لعل بادشاه بيا وايي چي که دغه شورا په رښتينې توګه شرعي قانون تطبيق کړي، نو دا به په ټولنه کې د مسلو د حل له پاره ډېر ښه وي.

هغه وایي: «دا به ښه وي، شریعت تطبیق شي او دا کار طالبان کولی شي، ځکه خلک ترې ډاریږي او پریکړو ته یې غاړه ایږدي. که په بې طرفۍ او عدالت ته په پام سره پریکړې وشي، نو ډېرې ستوونزې به حل کړي.»

ویل کیږي د طالبان حکومت په پام کې لري چې د هيواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې به هم د دیني عالمانو نوي شوراګانې رامنځته کړي چي ځانګړی دفتر به ولري او پریکړې به یې وروسته د ولایت د والي له خوا هم تایدیږي.