طالبان: پاته څلور تنه ترکي انجينران هم آزادوو
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبهد طالبانو د ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دوشنبې په ورځ وویل چې ډله به یې هغه څلور تنه ترکې انجینران هم آزاد کړي چې تر دې مخکې د یوې څرخۍ الوتکې تر بیړنۍ ناستې د هغوی منگولو ته ورغلي ول. مجاهد زیاته کړه چې طالبان دغه کار د خپل ښه نیت د ښوولو په موخه کوي.
تر دې مخکې د اپریل میاشتې پر۲۱ نیټه په لوگر ولایت کې یوې څرخۍ الوتکي بیړنۍ ناسته کړې وه چې پکښې اته تنه ترکي انجینران، یو تن افغان ژباړونکی، یو تن روسی پیلوټ او یو تن قرغستاني پیلوټ سپاره ول.
دغه کسان بیا وروسته د طالبانو لاس ته ورغلل. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې طالبان به د څرخۍ الوتکې له پیلوټانو او افغان ژباړونکي سره څرنگه چلند وکړٍي.
تر دې مخکې طالبانو د برمته شویو طالبانو له ډلې څخه څلور تنه یې آزاد کړي ول چې د ترکي رسنیو په حواله بیا وروسته په کابل کې د ترکیې سفارت ته وړل شوي ول.
افغاني طالبانو د پولیو د واکسین ملاتړ اعلان کړ
له بلې خوا افغان طالبانو اعلان کړی دی چې په افغانستان کې به د پولیو د واکسین ملاتړ وکړي. له بلې خوا دغې ډلې بهرنیانو ته گواښ کړی دی چې په دغه بهیر کې ونډه وا نه خلي.
طالبانو ویلي دي چې هغوی د ټولو هغو پروگرامونو ملاتړ کوي چې «د افغانستان د بې وزلو خلکو له روغتیا سره مرسته کوي.» طالبانو د ملگرو ملتونو پر هغو ادارو باندي چې د واکسین په برخه کې کار کوي غږ کړی دی چې په دغه بهیر کې بې غرضه کسان په کار وگوماري.
د ملگرو ملتونو په حواله افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هیوادونه دي چې تر اوسه پورې هم پکښې د پولیو پېښي رامنځ ته کیږي. په پاکستان کې طالبانو د پولیو واکسین پر ضد د بریدونو د ترسره کولو گواښونه کړي ول. پاکستاني طالبانو ویلي دي چې د پولیو واکسین غیراسلامي دی او د دې کمپاین تر سیورې لاندي پاکستاني استخباراتي ادارې خپل معلومات پوره کوي.