1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ولې غواړي تمدن تلویزيون وتړي؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۸, جمعه

د طالبانو د هغې اعلاميې تر نشر وروسته چې وايي د تمدن تلویزيون د بندولو دليل «په يوه سياسي ګوند پورې يې تړاو او له غصب شوې ځمکې استفاده» ده، دې رسنۍ دا ادعاوې رد کړي دي او د خپلو اسنادو د بې پرې ارزونې غوښتنه یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4gnJd
طالبانو پر ډېرو رسنيو او خبريالانو یې محدوديتونه وضع کړي
طالبانو پر ډېرو رسنيو او خبريالانو یې محدوديتونه وضع کړيانځور: Daniel Karmann/dpa/picture alliance

تمدن تلویزيون د پنجشنبې په ورځ په خپله يوه ژوندۍ خپرونه کې وويل چې د طالبانو يو پلاوی د دې رسنۍ دفتر ته راغلی دی او غواړي چې دغه رسنۍ وتړي. تر دې وروسته دې رسنۍ اعلان وکړ چې په دې هکله پريکړه تر شنبې ورځې پورې ځنډېدلې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت وياند برکت الله رسولي، د پنجشنبې په ورځ تر ماسپښين وروسته د يوې اعلامیې په خبرولو سره اعلان وکړ چې د تمدن تلویزيون فعاليت «په يوه سياسي ګوند پورې د تړاو او د امارت د غضب شوې ځمکې څخه د استفادې» په دليل درول کیږي.

د طالبانو د اعلاميې پر اساس چې د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې نشر شوې ده، «تمدن تلویزیون، د خاتم النبيين مدرسه او پوهنتون د افغانستان د حرکت اسلامي لغوه شوې ګوند اړوند دي او د هغوی ودانۍ د امارت پر غضب شوې ځمکه جوړې شوي دي او په همدې دليل ياد شوي درې سره نهادونه متوقف کيږي او دفترونه یې د عدلیې وزارت له لوري تړل کيږي.»

د تمدن تلویزیون مسئولينو د طالبانو دې اعلاميې ته غبرګون ښوولی دی او ویلي یې دي چې د تمدن تلویزيون او د خاتم النبيين علميه حوزې قباله شرعي او قانوني ده او دا چې د خاتم النبيين پوهنتون په يوه کرايه شوې ودانۍ کې فعاليت کوي.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

د طالبانو د عدلیې وزارت په خبره په افغانستان کې د هر ډول سياسي ګوندونو فعاليت منع دی او ټینګار یې کړی دی چې د هر ډول ګوندي فعاليت په مقابل کې به اقدامات کیږي. د عدلیې وزارت په دې اعلاميه کې زياته کړې ده چې په ګوندونو پورې تړلې رسنۍ د فعاليت حق نه لري.

تمدن تلویزيون يوه خصوصي شبکه ده چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د شعيه روحاني مشر شيخ آصف محسني، له خوا تاسيس شوه او تر ډېره پکې په شعيه مذهب پورې اړوند مسايل خپريږي.

د تمدن تلویزيون مسئولين وايي چې دا تلویزیوني شبکه او د خاتم النبيين پوهنتون د حرکت اسلامي ګوند څخه د محسني د رسمي اسعفا وروسته رامنځته شوي دي.

د تمدن خصوصي تلویزوني شبکې په خپله اعلاميه کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په بنسټونو او له حرکت اسلامي ګوند سره د دغه شبکې د تړاو په اړه دې د اړوندو اسنادو د بې پرې پلټنو په موخه يو پلاوی وټاکي او د اسنادو، ځمکو او حزبي فعاليت په تړاو د اسنادو تر ارزونې وروسته دې پریکړه وکړي.

طالبانو چې پر ډېرو رسنيو او خبريالانو یې محدوديتونه وضع کړي او د انتقادي نشراتو زمينه یې له منځه وړې ده، تر دې دمخه یې هم د نور او بريا تلویزيونونه چې په ترتيب د صلاح الدين رباني جمعيت اسلامي له څانګې او د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند سره یې تړاو درلود، تړلي ول خو ویلي یې ول چې دا تلویزيونونه یې «د ملي او اسلامي ارزښتونو د نه رعايت» له کبله تړلي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب