طالبان وايي چې د بهرنیانو په شتون کې سوله نه کوو
۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبهد لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د یوې خپرې شوې اعلامیې له لارې ویلي چې دغه ډله به خپل «اسلامي هدف» ته چې د ده په وینا د جګړې پای او د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته، ژمن پاتې شي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې او د هیواد په کچه یې د یو شمیر ولسوالیو کنترول په لاس کې نیولی. دغې ډلې همدا راز په وروستیو وختونو کې د افغانستان په کچه خپلو پراخو او خونړیو بریدونو ته هم زور ورکړی چې تر ټولو وروستۍ هڅه یې د غزني د نیولو په موخه د دغې ډلې برید په ګوته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ اعلان وکړ چې هغه به د طالبانو د ځپلو په موخه افغانستان ته لا ډیر امریکايي سرتیري ولیږي. له هغې مودې راهیسې، د طالب یاغیانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دغې ډلې هم د جګړې په ډګر کې او هم په سیاسي برخه کې پرمختګونه لرلي.
طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې ازبکستان ته یو پلاوی ولیږه ترڅو د دې هیواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره بحث او خبرې وکړي. سربیره پر دې د طالبانو یو شمیر استازو د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره هم لیدلي چې د طالبانو په خبره دغه خبرې ابتدایي وې. امریکا متحده ایالاتو بیا دغه خبرې نه تائید او نه هم رد کړي دي.
سربیره پرې د روانې اونۍ په پیل کې د طالبانو جګپوړي سیاسي چارواکي شیر محمد عباس ستانکزي د یوه پلاوي په مشري اندونیزیا ته سفر وکړ. د طالبانو د یوې اعلامیې په حواله چې د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته یې لیږلې، د دوی استازو د اندونیزیا د سفر پرمهال د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر، د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړي.
بل لوري ته بیا طالبانو تل له افغان لوري سره د سولې د خبرو پیل کول رد کړي او غواړي چې د افغانستان د جګړې د پای په موخه له واشنګټن سره مستقیمې خبرې وکړي. دغې ډلې همدا راز ویلي چې دوی د سیمې امنیت ته ژمن دي او دا چې دوی به نورو هیوادونو ته کوم تهدید پیښ نه کړي. خو د دې ټولو خبرو ترڅنګ طالبان بیا له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کوي.