1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي چې د اووم پړاو خبرې «حساسې» دي

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د طالبانو يوه وياند، سهيل شاهين، ويلي دي چې له متحده ايالاتو سره د اووم پړاو خبرې «حساسې» دي. دغه خبرې پرون په قطر کې پيل شوې دي.

https://p.dw.com/p/3LLiy
Taliban eröffnen Büro in Doha Qatar
انځور: Reuters

طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې يو ځل بيا د امريکا متحده ايالاتو له استازي، زلمي خليلزاد، سره خبرې پيل کړې دي. طالبان په دغه ښار کې خپل سياسي دفتر هم لري.
د طالبانو يوه وياند، سهيل شاهين، اسوشيټېد پرېس خبري اژانس ته ويلي دي چې دواړه غاړې «ملموسو پايلو» ته سترګې په لار دي، په داسې حال کې چې د توافقاتو د مشخصو بڼو او جزياتو پر سر کار روان دی.
د دغسې موافقو له مخې به ښايي څه باندې شل زره امريکايي او د ناټو سرتېري له افغانستان څخه ووځي او د متحده ايالاتو په تاريخ کې به د دغه هېواد په ښکېلتيا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسيږي.
تمه کيږي چي په دې موافقو کې به داسې تضمينونه هم رامنځه شي چې افغانستان به يووار بیا ترهگرو ته ځای نه ورکوي چي په نړۍ کي بريدونه ترسره کړي.
د قطر وروستۍ خبرې د شنبې په ورځ پيل شوې دي چې ښايي تر راتلونکې اوونۍ پورې دوام وکړي. متحده ايالات د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د يوې وروستۍ موافقې غوښتونکي دي.

ap/ns/nz